آلمان خپلې پولې تړي
۱۳۹۸ اسفند ۲۵, یکشنبهد بيلو آلماني رسنيو د راپورونو له مخي دغه هيواد له دوشنبې (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۶مه نېټه) د خپلو ګاونډي هيوادونو سره خپلي پولي تړي. په دې ترڅ کي به آلمان د فرانسې، اتريش او سويس هيواد سره د دوشنبې له سهاره د تګ راتګ لاري وتړي. خو هغه ځايي کسان چي په سرحدي سيمو کي اوسيږي او د خپل ورځني کار له پاره پر دغو پولو اوړي هغوی به له بندېدنې څخه مستثنی وي. په دې ترڅ کي به مخ په وړاندي هم د مالونو د ترانسپورت اجازه وي.
آلمان په داسي حال کي دغه اقدام کوي چي په هسپانيه کي د ۲۴ ساعتونو په جريان کي ۱۰۰ انسانان د کرونا (کويد ـ ۱۹)له کبله مړه سوي دي. هسپانيه د ايټاليې وروسته دويم لوی اغېزمن سوی اروپايي هيواد دی.
د ايټاليې وروسته په هسپانيه، اتريش او فرانسه کي عامه ژوند سخت اغېزمن سوی دی. د اتريش صدراعظم کورڅ ويلي چي د کور پرېښودلو له پاره صرف درې وجوهات کيدلای سي: د داسي کار لرل چي ځنډول کيدلای سي، د سودا يا خوراکي توکو رانيول او يا د نورو انسانانو سره مرسته.