آلمان ښايي بیا په اشتباهي توګه یو پناه غوښتونکی اخراج کړی وي
۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سهشنبهد آلمان د بایرن ایالت چارواکو د «بایرشه روندفونک» رسنې ته د دوشنبې په ورځ وویل چې هغوی د یوې ادارې اشتباه له کبله د ایغور لږکی یو غړی په اشتباهي توګه چین ته اخراج کړی دی.
د دې رسنې په حواله په اصل کې پلان شوې وه چې چارواکي د اپریل په میاشت کې له دې پناه غوښتونکي سره مرکه وکړي خو د آلمان د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره فدرالي ادارې یا بامف څخه یې هغه فورمه چې دوی ته د دې مرکې رسمې خبر ورکوي د فکس له لارې ترلاسه نه کړه. دغه ۲۲ کلن کس بیا د اپریل میاشتې په دریمه نیټه په یوې الوتکه کې بیجینګ ته استول شوی دی.
د دغه ځوان وکیل لیو بورګمن، بیا د «بایرشه روندفونک» رسنې ته ویلي دی چې له اخراج راهیسې نه دی توانیدلی چې له خپل مؤکل سره اړیکه ټینګه کړي. هغه زیاته کړې: «د هغه په اړه هیڅ معلومات نه شته. موږ اندیښنه لرو چې هغه دې نیول شوی وي.»
د چین ایغور لږکۍ له ډیرې مودې راهیسې د حکومت له خوا پر هغوی باندې له تپل شویو سختو شرایطو سره مخامخ دي. په دغو محدودیتونو کې د پاسپورت د ترلاسه کولو سخت شرایط، په هوټلونو کې د پاتې کیدو په صورت کې د ځان ثبتول او چارواکو ته د دې اجازه ورکول چې د هغوی ګرځنده تلیفونونه د شکمنو موادو له پاره ولټوي، شامل دي.
د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان د فدرالې ادارې اشتباه ګانې
دغې ادارې تیره میاشت ومنله چې په ناسمه توګه یې یو ۲۰ کلن افغان پناه غوښتونکی افغانستان ته اخراج کړی وو. دې ادارې منلې چې د اخراج پر مهال د دې افغان دوسیه په جریان کې وه او اوس په وخت آلمان ته د هغه د ستنیدو په موخه هلې ځلې روانې دي.
په جولای میاشت کې هم یوې آلمانۍ محکمې پریکړه وکړه، یو کس چې ویل کیږي د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن، له پاره یې د ساتونکي په توګه کار کړی وو، باید بیرته آلمان ته ولیږدول شي. د محکمې دغه پریکړه تونس ته دې کس تر اخراج یوازې څو ساعته وروسته وشوه. د محکمې په حواله په دې مورد کې اخراج غیرقانوني وو او د دې ګواښ موجود وو چې دغه کس دې په تونس کې له ربړونې سره مخامخ شي.
ms/bs (AFP, DPA)