آیا ستاسې پیشو خو به کرونا ویروس نه خپروي؟
په یوې نوې څیړنه کې ویل شوي دي چې پيشوګانې او موش خرما هم د کرونا په ویروس اخته کیدالی شي او په ځانګړو شرایطو کې خپلو نورو هم نوعانو ته هم دغه ویروس انتقالولی شي. خو نورو اهلي حیواناتو ته د کرونا خطر لږ دی.
آیا اهلي حیوانات وساتو؟
د چين د هاربین پوهنتون د څیړونکو په حواله کرونا ویروس په کورنیو پيشوګانو کې هم خپریدلی شي. په کورونو کې ساتل کیدونکي پيشوګانې دغه ویروس خپلو نورو هم نوعانو ته هم انتقالولی شي.
مه پریشانه کیږئ
د پیشوګانو ساتونکي دې د ویروس انتقالولو خبر ته نه اندیښمن کیږي. د پيشوګانو بدن ډیر قوي دفاعي سیستم لري، نو له همدې امله تر ډیر وخته پورې د دې ویروس د خپریدو سبب نه ګرځي. خو سپارښتنه کیږي هغه کسان چې روغتیایي ستونزې لري، خپل پيشوګان دې یوازې اهلي حیواتو پورې محدود کړي او ډیره مهم ده چې روغ انسانان دې پر کورنیو حیواناتو تر لاس وهلو وروسته خپل لاسونه په صابون پریمنځي.
سپي مصئون دي
د پيشوګانو په مقابل کې په سپو کې د ویروس د خپریدو امکان ډیر کم وي، نو له همدې امله ساتونکي کولی شي له خپلو سپو سره ولوبیږي او لاس پرې ووهي.
کوم حیوان څوک ناروغه کولی شي؟
د ایټالیې د پلازمېنې روم اهلي خنځیران (په کور کې ساتل شوي خوګان) او سپي یو بل په ویروس نه مبتلا کوي. د حیواني داکترانو په حواله په کرونا ویروس د خنځیر یا خوک د اخته کیدو امکان له نشت سره برابر دی.
د موش خرما قرنطین کول ضروري دي
د هاربین پوهنتون په ترسره شوي تحقیق کې ویل شوي دي چې د کرونا نوی ویروس د مستلادایې کورنۍ په حیواناتو کې تکثر کولی شي یا په بل عبارت ډیریدلی شي. په دې کورنۍ کې د فیریتس او موش خرما په څیر حیوانات شامل دي.
چرګان څومره زیان رسونکي دي؟
طبي کارپوهانو چرګان او غوښه یې، یعنې د چرګانو د فارمونو کاروبار کوونکي او قصابان په بشپړ ډول محفوظ بللي دي. د څیړونکو په حواله د چرګانو د غوښې استعمال هم هیڅ ډول زیان نه رسوي.
په حیواناتو کې د ویروس انتقال
له حیواناتو څخه انسان ته ویروس انتقالیږي، خو برعکس بیا له انسان څخه هم حیوان ته ویروس انتقالیدلی شي. د نیویارک په برونکس ژوبڼ کې د (نادیا) په نوم مالیزیایي پړانګ هم د کرونا په نوي ویروس اخته شوی دی. دا د کرونا ویروس لومړنې پيژندل شوې پيښه ده چې له انسان څخه حیوان ته ویروس انتقالیږي.
د ماښام ښاپيرک بدنامه شوی
د کرونا ویروس نوی ډول له ماښام ښاپیرک څخه خپور شوی دی، خو د حیواني علومو کارپوهان وایي چې د ۲۰۱۹م کال په دسمبر میاشت کې دا ویروس د ماښام ښاپیرک څخه د یوه بل حیوان په وسیلې انسان ته انتقال شوی دی. خو دا چې دغه انتقالونکی حیوان کوم دی، د پيدا کولو هڅې یې روانې دي.