اردوغان غواړي له مظاهره کوونکو سره وگوري
۱۳۹۲ خرداد ۲۱, سهشنبهپه انقره کي د وزيرانو تر يوې غونډي وروسته د لومړي وزير مرستيال بولنت ويلي دي، چي «زموږ لومړی وزير غواړي چي له مظاهره کوونکو سره وگوري او د هغوی خبرو ته غوږ ونيسي.»
هغه زیاته کړې ده چي «لومړی وزير به وروسته د نورو ډلو له استازو سره هم خبري وکړي.»
د لومړي وزير مرستيال بولنت، دا خبره هم روښانه کړه چي په «ترکيه کي نور غير قانوني مظاهرې نه سي تحمليدای.» دا د فرانسې د خبري آژانس له هغه راپور سره سرخوري، چي ويلي ئې دي د دوشنبې په ورځ په انقره کي بيا پوليسو پر دولت باندي انتقاد کوونکو مظاهره چانو باندي اوښکي بهوونکی گاز استعمال کړی دئ.
د دوشنبې په روځ په سوو مظاهره کوونکي د ترکيې په پلازمېنه کي سره راټول سوي ول او پر دولت باندي ئې نيوکي کولې.
دا د لومړي وزير رجب طيب اردوغان د حکومت پرضد د مظاهرو يوولسمه ورځ وه. په دغه مظاهرو کي چي د ترکيې په يوشمېر ښارونو کي ترسره سوي دي، چي په هغه جمله کي انقره او استانبول هم شامل دي تر اوسه پوري درې تنه وژل سوي او نزدې ۵۰۰۰ کسان ټپيان سوي دي.
په ترکيه کي مظاهرو له هغه وروسته زور واخيست او نورو ښارونو ته هم وغځېدې، چي پوليسو، يوه سوله ييزه مظاهره سره تيته کړه. دغه مظاهره په استانبول کي د حکومت له خوا د تفريح د يو پارک د له منځه وړلو او پرځای يې د ودانيو د جوړولو پر ضد جوړه سوې وه.
سخته لهجه
اردوغان د يکشنبې په ورځ په خپلو ډيرو خبرو کي او بيا وروسته خپلو په زرونو پلويانو ته په وينا کي د مظاهرکوونکو پرضد سخته لهجه وکاروله. د يوولسو کلونو راهيسي د ترکيې د حکومت مشر رجب طيب اردوغان په انقره کي وويل:
«موږ حوصله وکړه، موږ تر اوسه لا حوصله کړې ده، خو زموږ حوصله هم سرحد لري.» ۵۹ کلن لومړي وزير خبرداری ورکړ، چي «مظاهره کوونکي به تاوان ورکوي.»
د دوشنبې په ورځ د ترکيې جمهور رئیس عبدالله گل د الکولو د خرڅلاو د قانون اصلاح کول لاسليک کړل. هغه د يوه جمهور رئيس په توگه اعلان وکړ، چي دغه قانون ئې د خپرولو له پاره لومړي وزير ته سپارلی دی. د اردوغان پر دغه قانون باندي هم د مظاهره کوونکو له خوا سختي نيوکي سوي دي.