«افغانستان او د کرونا وبا» په نوم انځوریز نندارتون پیل شو
د آلمان د فریدریش ابرت او د افغانستان د مستوراتو بنسټونو په ګډه په آنلاین بڼه د دوو افغان عکاسانو انځوریز نندارتون پرانيستلی، څو په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله رامنځته شویو ستونزو ته د خلکو پام را واړوي.
آنلاین نندارتون
د «مستورات» بنسټ مشرې فاطمه حسیني دویچه ویله ته وویل چې دغه نندارتون د کرونا بحران له امله دوې اونۍ په آنلاین بڼه ترسره کیږي.
مستورات په افغانستان کې یو کلتوري-هنري بنسټ دی چې د ښځو د پياوړتیا په برخه کې هم فعالیت کوي. انځور، په کابل کې د کرونا ویروس د ټیسټ جریان.
د آلمان د فریدریش ابرت بنسټ یو له پخوانیو کلتوري او سیاسي بنسټونو څخه دی چې له کلونو راهيسي په افغانستان کې هم فعالیت لري. د کابل د یوې برخې انځور.
د دې نندارتون هدف هغو ستونزو ته د نړیوالو پام را اړول دي چې خلک ورسره د کرونا د بحران پر مهال لاس او ګریوان دي.
فاطمې حسیني وویل چې د دې انځورونو له طریقه هڅه شوې ده چې هغو ستونزو ته پام واړول شي چې د کرونا بحران له امله ورسره مخامخ شوي دي او د توجه په مرکز کې ځای ورکړل شوی دی.
د دې هیواد ډیر وګړي د فقر او بې وزلې له امله نه شي کولی ځانونه قرنطين کړي، ځکه دوی د روزمزد له طریقه خپل ژوند تیروي.
د روغتیا نړیوال سازمان مخکې تر دې د کرونا ویروس د خپریدو له امله پر فقیرو او په شخړو کې ښکیلو هیوادونو کې د هغې د عواقبو په هکله خبرداری ورکړی وو.
په اوس وخت کې افغانستان تر ۳۷ زرو ډیر په کرونا ویروس اخته کسان لري او ۱۳۱۲ تنو د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد د وګړو نږدې یو پر دریمه برخه، یعنې تر ۱۰ میلیونو ډیر انسانان ممکن په کرونا ویروس اخته شوي وي.
په دغه جګړه ځپلي هیواد کې روغتیايي سیستم لا پخوا هم کمزوری وو، خو هغه فشار چې د کرونا ویروس بحران پرې وارد کړ، دغه سیستم یې لا پسې کمزوری کړ.
کابل؛
د دغه هیواد د روغتیا سکتور ډیرو کارکوونکو او ډاکټرانو د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په جریان کې په دغې وبا د اخته کیدو له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
هغه ډاکټر چې په هرات کې یي د کرونا لومړۍ پيښه ثبت او اعلان کړې وه هم د کووید -۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هرات: انځور د عارف کریمي
افغان چارواکي وايي چې په ایران کې د دې ناروغۍ خپریدل له دغه هیواد څخه د افغان مهاجرو د یوې لوې څپې د بیرته ستنیدنې سبب شو چې دا بیا اول په هرات او له هغه ځایه بیا په ټول افغانستان کې د دې ویروس د خپریدو سبب شو.
د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک او یو شمیر شتمنو هیوادونو له کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره له افغانستان سره مالي مرستې وکړې.
اوس هم افغانستان د کرونا ویروس د بحران له عواقبو سره د مبارزې له پاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
افغان حکومت د کرونا بحران له امله له فقر سره د مبارزې په خاطر د وړیا وچې ډوډۍ او ملي دسترخوان پروګرام په لاره واچاوه.
د افغانستان خلک دغه پروګرامونه کافي نه بولي او په ادارو کې پراخ فساد د دغو پروګرامونو د ناکامۍ سبب ګڼي.
انځور عارف کریمي اخیستی دی
د کرونا وبا له امله په زرګونو کسانو په افغانستان کې خپل کارونه له لاسه ورکړل. بی وزلي زیاته شوه او خلک په یوې مړۍ ډوډۍ پسې سرګردانه دي.
عارف کریمي، یو له عکسانو څخه چې انځورونه یي په دې نندارتون کې ایښودل شوي دي هم په هرات کې د کار په جریان کې په کرونا اخته شوی وو او بیرته جوړ شوی دی. هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «موږ هم د کرونا له قافلې شاته پاتې نه یوو.»
سړی کولی شي چې د «افغانستان او د کرونا پادمي» نندارتون انځورونه د مستورات او د آلمان د فریدریش ابرت په انټرنټ پاڼو کې وګوري.