امریکا متحده ایالاتو پر چین فشار زیات کړی
۱۳۹۸ مهر ۱, دوشنبهد متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي دي چې د چین په شین جیانګ سیمه کې د «سرکوب کمپاین» د تروریزم پر ضد مبارزه نه ده بلکې «د خپلو اتباعو د اسلامي عقیدې او کلتور د له منځه وړلو هڅه ده.«
مایک پمپیو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په درشل کې د مرکزي آسیا هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یوه ملاقات کې ویلي دي چې «موږ له ټولو هیوادونو غوښتنه کوو چې د چین له خوا د ایغوریانو [شین جیانګ ته] د بیرته ګرځولو د غوښتنې پر وړاندې مقاومت وکړي.«
زياتره ایغوریان د چین په شمال لویدیځه سیمه شین جیانګ کې اوسیږي چې په نورو سربیره له قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان سره پوله لري.
د پمپیو دغه هڅه د هغه د مرستیال له ملاتړ څخه برخمنه ده. د دیپلوماتانو د څرګندونو له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سولیوان، د سه شنبې په ورځ په چین کې «په شین جیانګ کې د بشري حقونو کړکیچ» په نامه یوه غونډه تر سره کوي.
د بشري حقونو سازمان هیومن رایټس واچ اټکل کوي چې په شین جیانګ، کې یو میلیون انسانان د بیا روزنې په کمپونو کې ژوند کوي چې زیاتره یې ایغوریان دي. ایغوریان له نژادي پلوه ترکي ریښي لري او داسې احساس کوي چې د چین اکثریت هان قوم له لوري له سرکوبیدو سره مخامخ دي.
په ۱۹۴۹م کال کې په پیکینک کې د کمونستانو واک ته تر رسیدو وروسته، هغوی دغه سیمه چې پخوا د ختیځ ترکستان په نامه یادیده له چین سره یوځای کړه. د چین حکومت پر ایغوري ډلو باندې د بیلتون غوښتنې او ترهګرۍ تور پورې کوي.
nob/se sr/sbs (dpa, rtre, ap)
زموږ له آرشیف څخه: