امنستي: د آلمان پوځ بايد د چين پوځ سره همکاري ودروي
۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبهد بخښنې نړيوال سازمان د آلمان له حکومته فوراً د آلماني پوځ او د چين د پوځ تر منځ د همکارۍ درول غوښتي دي. علت يې ماتياس جون، چې د بخښنې د نړيوال سازمان د آلمان د څانګې د مهماتو او بشري حقونو کارپوه دی، د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې سره په خبرو کې په هانکانګ کې د مظاهره چيانو په وړاندې د چين د امنيتي ځواکونو چلن بللی دی.
«يوه ښکاره نخښه»
جون وويل چې «د چين د پوځ په روزنه کې دغه احتمالي مرستې په چين کې د بشري حقونو د وضعيت او د پوځ د رول له کبله د منلو وړ نه دي او ډېر سوالونو راولاړوي.» په دې خاطر دې «په هانکانګ کې د اوسني وضعيت له کبله د آلمان حکومت يوه څرګنده نخښه ولري او هر ډول پوځي همکاري دې فورا ودروي.»
د آلمان پوځ له خوا په يوه محرم بلل شوي رپوټ کې («پوځي روزنيزه مرسته د پروژې ۲۰۲۰ کال») چې له ورځپاڼې سره دی، ۶۲ داسې هېوادونه راغلي دي چې عسکر يې راتلونکی کال د آلمان د پوځ له خوا روزل کيږي چې چين هم په دغه ليست کې شتون لري: د چين د ولسي جمهوريت ۱۱ سرتېري به د نورو روزنو تر څنګ «د مشرۍ روزنه» او د اکمالاتو روزنې وويني. د يوه عسکر له پاره بيا د «مطوعاتي او عامه اړيکو» تخصصي روزنه هم په نظر کې نيول شوې ده.
«په ټيټ هجم»
د آلمان د دفاع وزارت يوه وياند ويلي دي چې «د چين د ولسي جمهوريت سرتېري په دوامدار شکل او ټيټ حجم د آلمان پوځ په روزنيزو پروګرامونو کې برخه اخلي.» د دغو معلوماتو له مخې په نړيواله سطح د جنرالانو روزنه او همداراز د افسرانو روزنيزې دورې پکې شاملې دي. دا کار د قطعاتو په روزنيزو مرکزونو، پوهنتونونو او د آلمان پوځ د مشرتابه په اکاډمۍ کې صورت نيسي. وياند زياته کړې ده چې «زموږ هدف پکې دا دی چې د نورو هېوادونو منسوبينو ته زموږ دموکرات ارزښتونه ارائه کړو.»
sti/hk (dpa, rtr)/ن ص/ ا و ا