انځورونه: د شګو او رېګو څخه جوړ هنري اثار
په شګو او رېګو کې لوبې کول د ماشومانو له پاره ساعت تېري ده. خو د رېګو او شګو څخه اصلي هنري اثار هم جوړېدای شي. په دې موخه هنرمندان سره راغونډيږي. د شګو او رېګو تر ټولو غوره اثار په دغو انځورونو کې ووينئ.
په رورشاخ کې د شګو او رېګو د اثارو فستيوال
د سويس په رورشاخ کې کال په کال د شګو او رېګو د مجسمو فستيوال جوړيږي. د سږ کال شعار يې دی: «اصلي ماجرا په سر کې دننه وي، که هلته نه وي، نو بل ځای خو نه وي.»
له شګو او رېګو جوړ کربوړی
د «الهام بخښوونکي طبيعت» تر شعار لاندې ۵۰ هنرمندانو د ژوو او افسانوي موجوداتو اثرا وړاندې کړل. د بينڅ پر چمن باندې دغه فستيوال د نومبر تر ۶مې پورې دوام کوي.
په بلجيم کې د کريملين کوچنۍ بڼه
دا د شګو بهترين قصر دی. په ۲۰۱۰ کال کې په بلجيم کې د رېګو په فستيوال کې د کريملين وړه بڼه جوړه شوه. د فستيوال عنوان «د نړۍ سفر» وو.
د پوزايدون مجسمه
په ۲۰۱۳ کال کې د استراليا به ملبورن کې د سمندر رب النوع جوړ شو. د «پوزايدون» مجسمه څلور مياشتې د فرانکستون په بندري ناحيه کې نندارې ته وړاندې شوه.
په جاپان کې بوديستي اثر
د جاپان په شيراهاما ښار کې د سپينو رېګو په مرسته بوديستي معبدونه او مجسمې جوړې شوې. د جاپان په لويديځ کې د شيراهاما فستيوال هم کال په کال جوړيږي.
په ويتن کې د نړيوالو هنرمندانو فستيوال
دنمارکي هنرمندانو دغه مجسمه جوړه کړه. هغه په ۲۰۰۷ کال کې په آلمان کې د رور په فستيوال کې نندارې ته وړاندې شوه. له ټولې نړۍ څخه ورته هنرمندان راغلي ول.
افسانوي مجسمې
د شګو او رېګو مجسمې هنرمند ته د افسانوي مجسمو د جوړولو وړتيا په لاس ورکوي. دغه وايکينګ جنګيالی په لويه بريتانيا کې جوړ شو چې د ساحل په غاړه «روان» وو.