انځورونه: د نړۍ تر ټولو ستر پارلمانونه
د نړۍ کابو ټول هیوادونه د پارلمان څښتن دي او په دې توګه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۶۵۵۲ د پارلمان وکیلان د خلکو استازیتوب کوي. په دې ډله کې د میرمنو ونډه شاوخوا ۱۹،۲۵ سلنه ده چې ۸۷۱۶ وکیلاني کیږي. تر ټولو ستر يې دلته وپېژنۍ.
۱. چین
د نړۍ په کچه تر ټولو ستر پارلمان د چین دی. د چین پارلمان ټول ۲۹۸۰ وکیلان لري.
۲. آلمان
آلمان بیا د پارلمانونو د استازو له پلوه په دوهم مقام کې دی. د آلمان پارلمان یا بوندیستاګ په مجموعي توګه ۷۰۹ د پارلمان وکیلان لري.
۳ شمالي کوريا
شمالي کوریا بیا د پرلمان د استازو د شمیر پر اساس په دریم مقام کې دی. د دغه هیواد پارلمان ۶۸۷ وکیلان لري.
۴. بریتانیا
بریتانیا د پارلمان د وکیلانو د شمیر پر اساس څلورم ځای خپل کړی دی. د بریتانیا د پارلمان د وکیلانو شمیر ۶۵۰ تنو ته رسیږي.
۵. ایټالیا
ایټالیا بیا په دې ترڅ کې پنځم ځای لري. د ایټالیا د پارلمان د غړو شمیر ۶۳۰ دی.
۶. کیوبا
کیوبا هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې ګڼ شمیر وکیلان لري. د دغه هیواد د پارلمان د استازو شمیر ۶۰۵ تنه دی.
۷. ترکیه
ترکیه هم د هغو هیوادونو په ډله کې ده چې ستر پارلمان لري. د ترکیې د پارلمان د استازو شمیر ۵۹۶ دی.
۸. مصر
مصر هم د نړۍ د سترو پارلمانو په ډله کې ځای لري. د دغه هیواد د پارلمان د استازو شمیر هم ۵۹۶ تنه دی او په دې ترتیب سره په ۸ ځای کې قرار لري.
۹. فرانسه
فرانسه هم د اروپايي ټولنې د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې ستر پارلمان لري. د دغه اروپايي هیواد د پارلمان د استازو شمیر ۵۷۶ دی.
۱۰. اندونیزیا
اندونیزا هم د نړۍ په کچه ستر پارلمان لري. د دغه هیواد د پارلمان د استازو شمیر ۵۶۰ دی.
۱۱. ایتوپیا
ایتوپیا افریقايي هیواد هم د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې پارلمان یې ډیر شمیر استازي لري. د ایتوپیا پارلمان په مجموعي توګه ټول ۵۴۷ استازي لري.
تر ټولو کوچنی پارلمان
د نړۍ تر ټولو کوچنی پارلمان بیا د مکرونیژیا په نامه د هیواد دی. د دغه هیواد د پارلمان د استازو شمیر یوازې ۱۴ غړي دی. دغه معلومات په http://archive.ipu.org/wmn-e/classif.htm انترنتي پاڼه کې خپاره شوي دي.