انځورونه: د کرونا بحران اغيزې پر کلتورونو، کاروبار، او ټولنيزو خدماتو
دلته هيڅ هم هغسې نه دي لکه پخوا چې وو. د کرونا ويروس په آلمان کي ژوند له بنسټه بل ډول کړی دی. هغه ځایونه چې یو وخت په انسانانو آباد او په کې ګڼه ګوڼه وه، اوس مهال دغه ځایونه خالي او غمجن دي.
د مشروبو ريستورانت
دلته د عیسوي سپيڅلې اختر په وخت کې پاکه او سپرلنۍ هوا د «بيرګارتن» يا د بیرو پلورنځې، په آزاده هوا کې د قهوي سکلو پرانيستې رستورانتونه په عادې ډول له مشتريانو څخه ډک وي. دغه عکس کي د مونشن په ښار کې د بیرو ګارتن ښکاري چې له مشتریانو څخه خالي دی.
له سیلانیانو څخه خالي سواحل
د رخصتيو په وخت کې د آلمان ډيری اوسیدونکي ختيځ او شمالې سواحلو ته روانیږې. اوس مهال دغه سواحل خالي دي. د قهوې سکلو او رستورانتونه تړل شوي او لارویان خپل یوازتیوب نندارې ته وړاندې کوی.
د ماشومانو د لوبو ځايونه پرته له ماشومانو څخه
له لرګي څخه جوړ دغه بیوزله حیوان، یو مهال د ماشومانو بوختیا له پاره د لوبو وسیله وه. خو اوس دغه د لوبو ځای ته د ماشومانو ورتګ منع شوی دی. له دغه ځای او د لوبو له سامانونو څخه سپين پړې تاو شوې او دغه ځايونه بند شوي.
ورزشي ميدان پرته له ورزشکار څخه
د ورزش دغه میدان ته ننوتل د يوې تابلو په نښلولو سره منع اعلان شوې. ورسره پرې باندې نښلول شوې ماسک د منع کيدلو څرګنده ښکارونديې کوي. په آلمان کې ټولې ورزشي سیالۍ رخصت شوې دي.
توریستې ځایونه پرته له سیلانیانو څخه
د آلمان براندنبورګ دروازه د توریستانو له پاره د سیل کولو يوه ليوالتيا ده.ډيرې سیلانيان د نړۍ له بيلا بيلو ځايونو څخه د آلمان دغه تاريخې ودانۍ او د برلين ښار ليدلو ته راځي. سږکال دغه توریستې ځاي له سهاره تر ماښامه له سیلانیانو څخه خالې دې.
د استازو پرته پارلمان
دغه ځای د آلمان ولسې جرګه يا «بوندستاګ» دی. ورته د ورتګ منع تابلو پرې نه ده نښلول شوې. خو پر ډيرو څوکيو باندې ليکل شوې چې ترينه کار اخیستل منع دی. د ټولو استازو راتګ پارلمان ته منع نه دی. خو پر سپينو پارچو ليکل سوې سپارښتنه د ټولنيز واټن ساتلو له پاره دی.
کلیسا ګانې پرته له عبادت کونکو څخه
په سپيڅلې اختر ايسټر يا عيدالقيام کې ډيری عیسويان د نندارې له پاره کلیسا ته راځي. دغه ډول کار سږکال ممکن نه وو. کلیسا ګانې خالي وې او ديني مراسم د انترنت او تلويزوني رسنيو له لارې خپاره شوه.
د عيش عشرت ځايونه پرته له مشتريانو
د هامبورګ په ښار د سنت پاولې سیمه کې هاربرت واټ نړيوال شهرت لري. دا د ساعت تیرۍ او خوشاله وخت تيرولو ځای ګڼل کيږي. اوس مهال دغه ځايونه لکه د نڅا کلبونه او رستورانتونه تړل شوي. يوه مرغۍ هم په کې نه الوزې.
ښوونځې پرته له زده کونکو
په آلمان کې ښوونځې تر دويمې خبرتیا پورې د می مياشتي تر څلورمې نېټي رخصت شوي. په اوس وخت کې زده کړه په مجازي فضا کې او د انلاين له لارې زده کونکو ته ورکول کيږي.
د اورګاډو تم ځایونه پرته له مسافرو
د کولن په ښار کې د اور ګاډو تم ځای چې ډير کله له مسافرو څخه ډک وي، اوس په کي کله يو نیم کس ښکاره شي چې د بل اور ګاډې له سفر کولو څخه وروسته پاتې وې.
الوتکې پرته له مسافرو
د هوايي ډګرونو حالت هم ښه نه دی. ډيری الوتکي خوا په خوا پارک شوي دي. کوم سفر په پام کې نه شته او د اقتصاد ساه نه چليږې څوک سفر نه کوي. که څه هم د چاپيريال ساتنې له پاره يې ښيګڼه زیاته ده، خو د آلمان اقتصاد زښت ډير زيان ليدلې.