انځورونه: په هرات کې د معاصرې میناتورۍ نندارتون
په هرات کې د میناتورۍ د هنر پنځم نندارتون جوړ شوی دی. په دغه نندارتون کې د ۷۵ هنرمندانو ۱۸۰ هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي. د دغه نندارتون بېلا بیلې برخې په دې انځوریز رپوټ کې لیدلای شئ.
د میناتورۍ دغه نندارتون هر دوه کاله وروسته په هرات کې جوړیږي او هنرمندان پکښې خپل آثار نندارې ته وړاندې کوي.
د دغه نندارتون آثار د ۷۵ هنرمندانو خلاقیت دی، چې د میناتورۍ په پنځم نندارتون کې نندارې ته وړاندي کیږي.
په دغه نندارتون کې د استاد کمال الدین بهزار د هنري انستیتوت د شاگردانو، د ښکلونو هنرونو د پوهنځي د فارغانو، محصلانو او د دغه پوهنځي د استادانو آثار نندارې ته ايښول شوي دي.
د دغه نندارتون جوړونکي د نندارتون هدف د میناتورۍ د معصر مکتب معرفي کول عنوانوي.
میناتوري په هرات کې له سابقه لرونکو هنرونو څخه شمیرل کیږي.
هنرمندان وایي که چیري په هرات کې له میناتورۍ سره د حکومت له خوا مرسته وشي، کورونو ته به لار ومومي او د دغه هنر په وده به ښه اغیز ولري.
د میناتورۍ هنر په هرات کې د تیموریانو په دوره کې خپل عوج ته رسیدلی وو. د هغه وخت زیاتره پاتي شوي آثار او لرغوني آثار په ښکلي میناتورۍ سره سینگار شوي دي.
اوس هم په هرات کې ثبت شوي ۱۱۰ میناتوران شته، چې د ډیرو له پاره یې د میناتورۍ له هنر سره پرته له کوم عاید لیوالتیا لري.
د هرات د میناتورۍ نندارتون یوازینی نندارتون چې له تیرو لسو کلونو راهیسې هر دوه کاله وروسته جوړیږي.
دغه نندارتون به پنځلس ورځي دوام وکړي.