اوسکار جایزې چا وګټلې؟
د لاس اينجلس په ډولبي تياتر کې ټول هغه کسان راټول ول چې د امريکا په فلمي صنعت کې یې نوم پيدا کړ. اوسکار جایزې د هاليود فلمي صنعت تر ټولو مهم مراسم بلل کيږي. په انځورونو کې کتلای شئ چې سږ کال دا جایزې د چا په برخه شوې.
د ايما ستون ستره بريا
دې ځواني امريکايي هنرمندي د «ښې مرکزي ممثلې» کتګوري وګټله. دا ۲۸ کلنه په دې توګه د اوسکار جایزې د تر ټولو کم عمره ګټونکې شوه. ايما ستون ته په «لا لا لنډ» نومې فلم کې د ښه کار له کبله دا جایزه ورکړل شوه.
د «سپوږمۍ وړانګه»: تر ټولو ښه فلم
دا فلم په اتو ګتګوريو کې نومول شوی وو. خو تر ټولو مهمه اوسکار جايزه، فلم جوړونکي بیري جنکس، ترلاسه کړه: د ۲۰۱۷م کال د تر ټولو ښه فلم له پاره. «Moonlight» يوه رښتينې کيسه ده او پس منظر یې يو ژوند ليک دی.
د اوسکار ځلانده ګتونکی
امريکايي ممثل ماهر شالا علي د دې سترې جایزې په ترلاسه کولو ډير خوښ او په عین حال کې ډير احساساتي وو. نوموړي ته په «Moonlight» فلم کې د مخدره موادو د يوه زړه سواند سوداګر د نقش په ښه شان سره د لوبولو له وجې دغه جایزه ورکړل شوه.
د فيولا ديوس اوسکار
دې امريکايي ممثلې چې کله د «فرينسس» نومې فلم له پاره د ښې «ملاتړي ممثلې» په توګه د اوسکار جایزه ترلاسه کړه نو خپلې اوښکې یې نه شوې ټينګولی. فيولا ديوس د هغو په کتار کې راځي چې تل تور پوسته امريکايي هنرمندانو ته د کليشه يي نقشونو پر ورکړه انتقادونه کوي.
د «پلورونکي» فلم د بهرني اوسکار جایزه خپله کړه
د ښه بهرني فلم اوسکار جایزه سږ کال د ايراني داريکتر اصغر فرهادي «پلورونکي» فلم وګټله. خو نوموړي د ولسمشر دونالد ترمپ د مهاجرو په اړه د جنجالي فرمان له کبله په دې محفل کې ګډون په موخه امريکا ته له سفره ډډه وکړه او وينا یې د استازو له خوا ولوستل شوه.
مارن اده اوسکار ترلاسه نه کړه
له دې آلمانۍ فلم جوړونکې سره په تیرو ورځو کې ډيري مرکې شوي او په ډېرو غونډو کې يې ګډون وکړ او په دې توګه ورته د خپل فلم «توني ايردمن» د کتونکو ځانګړو طبقې ته د وړاندي کولو فرصت برابر شو. خو د اوسکار د جایزو د ويش په مراسمو کې دا فلم چې د يوه کامياب آلماني فلم په توګه ورته کتل کيدل، تش لاس پاتې شو.
«لا لا لند» د بهترين ميوزک په برخه کې هم اوسکار ترلاسه کړه
د ايما ستون او راين ګوسلنګ د «لا لا لند» بريالي ميوزيکل د بهترينې موسيقۍ په کتګورۍ کې هم اوسکار خپله کړه. دا دواړه هنرمندان چې د فلم په استازيتوب سټيج ته تللي ول، د ښه نقش د لوبولو له پاره د بلې جایزې په انتظار ولاړ ول.
اروپايي فلمي ستورې: ايزابیلا هوپرت
نوموړې په اروپا کې ډيرې جایزې ګټلي. په دې وروستيو کې یې د فرانسې «سيزار» مشهوره جایزه هم وګټله. خو د لومړۍ درجې فلمونو د ګتګورۍ د «ښې ممثلې» جایزه یې خپله نه کړای شوه. دا جایزه ايما ستون يوړه. نتالي پورلند او ميرل ستريپ هم تش لاس پاتې شوې.
د موزيکل ستوری: راين ګوسلنګ
د لاس اينجلس د دولبي تیاتر دباندې پر هوارو سرو غاليو بیرو بار ډيرو وو. امنيتي تدابير هم ډير ڼيمگ ول. د راين ګوسلنګ په څير هنرمندانو له پاره (د انځور په منڅ کې) تیريدل ډير سخت ول. دلته د فلمي ستورو رسيدل او همدا راز د جایزو د ورکړې محفل په ډيرو هيوادونو کې په مخامخ بڼه خپريدی.
هاليود ته د سوريايې هالا کامل سفر
د آلماني مستندو فلمونو جوړونکي مارسل متلشتاين ډير زيار وايست څو په خټه سوريايي هالا کامل د مهاجرت په پاسپورت امريکا ته سفر وکولای شي. دا وايي په دې برخه کې راسره پريکړنده مرسته په لاس اينجلس کې د آلمان کونسلګرۍ وکړه. د څلورو اولادونو دا مور د «وطن» په نوم د مهاجرو د مستند فلم اصلي څيره وه چې د اوسکار له پاره نومول شوی وو.
ماشوم ستوری سني پاور
تر څو مياشتو مخکې پوري سني پاور يو عادي هندی ماشوم وو. خو اوس نوموړی په «Lion» نومي فلم کې د مرکزي نقش له کبله يو پيژندل شوی ممثل دی. د هاليود په يوه فلم کې د کار پیلول ده ته نوري ډيري دروازې هم پرانيستي دي. د اوسکار جایزو په محفل کې د ګډون له پاره يې څان ښه سنبال کړی وو.
سندرغاړی ستنګ او ممثله ترودي تيلر
د ميوزيک د نړۍ مشهورو څيرو هم د اوسکار د کلنيو جایزو له پاره پر هوارو شويو سرو غالينو له راڅرګنديدو فرصت له لاسه ور نه کړ. برېتانوی سندرغاړی ستنګ چې خپله یې هم په فلمونو کې کار کړی، له خپلې مېرمني ترودي تيلر سره هاليود ته تللی وو. دوی په ۱۹۹۲م کال کي واده کړی دی.
محرم سند
په دې بکسونو کې د سږکال د اوسکار جایزو د ګټونکو نومونه خوندي ول. د مراسمو نر پيل لږ مخکي دغه بکسونه پرانيستل کيږي او د ګټونکي نوم د سټيج پرسر د ليدونکو په مخکې، چې نيخ په نیخه ننداره کوي، لوستل کيږي.