ايا د سرطان دغه ډولونه او ترې د ځان ساتني ممکنه لاري پېژنئ؟
د سرطان ناروغي که يووار د انسان د بدن په يوه برخه کي پيدا سوه نورو برخو ته هم سرايت کولای سي. د تر ټولو خطرناک سرطان ناروغيو ډولونه او ترې د ممکنه ځان ساتني لاري دلته وپېژنئ:
د سينې سرطان
په مېرمنو کي تر ټولو عام د سينې (تي) سرطان دی. د ځينو مېرمنو د سينې سرطان مورثي وي، چي د طبي معاينو له لاري معلومېدلای سي. د هاليوډ ستورې انجلينا جولي د سرطان له وجې خپل تي ليري کړل.
د پانقراص يا تريخي سرطان
د نس د شا په برخه کي پانقراص يا تريخی چي پکښي داسي انزايم جوړيږي چي په هضمه کي مرسته کوي. د اېپل د نړيوال شرکت رئيس سټيف جابز په همدغه سرطان اخته ؤ چي تر اته کاله مقاومت وروسته مړ سو. د نورو لاملونو تر څنګ د پانقراص دايمي زخم چي د شکري د ناروغۍ له کبله هم رامنځ ته کېدلای سي د دغه سرطان وجه وي. د انسان زيات چاغوالی او غوړه غذا هم د دغې ناروغۍ لامل کېدلای سي.
د سږو سرطان
د سګريټو، چلم او ورته تبماکوو نشي له کبله تر ټولو زیات رامنځ ته کېدونکی د سرطان ډول همدغه د سږو سرطان دی. په چټله فضا او له لوګيو ډکو خلاصو سيمو يا بندو کوټو او کورونو کي هم د دغه ناروغۍ ګواښ زيات وي. په زیاته بيا هغو ماشومانو ته ګواښ زیات وي چي په يو داسي کور کي اوسيږي چي هلته دننه تمباکو څکول کيږي يا لوګي زیات وي.
د وينې سرطان
دغه ناروغي د هډوکو په مغز کي پېليږي چي وروسته په وينه کي داسي سپيني حجرې زيات سي چي په بشپړه توګه نه وي تکميل سوي. د دغه سرطان دقيق لاملونه نه دي معلوم خو ويل کيږي چي په چاپيريال کي ککړ ګازونه، لوګي او د يورانيمو شعاوي د دغې ناروغۍ په زياتېدو کي ممکنه لاملونه کيدلای سي. د دغه سرطان علامې ژړه بڼه، د بدن کمزوره کېدل، په ناڅاپه توګه د وزن زیات کمېدل او نور کيدلای سي.
د دماغ سرطان
په عمومي توګه داسي فکر کيږي چي د سګرېټو څکول او د الکهولو څښل د دغي ناروغۍ مهم لامل وي. داسي نظرونه هم سته چي په اکثرو مواردو کي د دغې ناروغۍ لاملونه نور وي. په دغه ناروغۍ کي د دماغ حجرې په غېر معمولي توګه ډېري ستړي سي.
د لويي کولمې سرطان
د سرطان دغه ډول اکثره وختونه په داسو انسانانو کي موندل کيږي چي عمرونه يې تر۵۰ کالو زیات وي. د نورو لاملونو تر څنګ د زياتي کالوريانو لرونکي غذا خوړل، زیات غوړ او زیاتې غوښې خوړل او د داسو خوړو خوړل لامل کېدلای سي چي پکښي غذايي فايبر يا تارونه کم وي. په غذاو کي سبزيجات تر ټولو زيات غذايي فايبر لري او په دې وجه روغتيا ته زیات ګټور وي.
د پروستات سرطان
د سرطان دغه ډول په نارينه ؤ کي تر ټولو ډولونو زيات وي. د دغه سرطان علايم په لومړي سر کي ډېر کم وي او مريض نه پوهيږي چي په دغه ناروغۍ اخته دی. کله چي د دغه سرطان علايم رابرسېره سي نو هغه وخت په زیاتو مواردو کي ډېر ناوخته وي او درملنه يې ډېره سخته وي. تر۴۰ کلنۍ وروسته د دغې ناروغۍ د پېژندني له پاره مقدماتي او احتياطي طبي معاينې ممکنه دي.
د اينې سرطان
د اينې د سرطان تر ټولو لوی لامل د الکهولو يا شرابو څښل دي. د نورو ټولو ډولونو څخه د سرطان دغه ډول په انسانانو کي زيات دی. خو په ځينو مواردو کي سرطان د بدن په نورو برخو کي پېل سوی وي او وروسته اينې ته ورسيږي.