اکسفام: بې له مزده کار کول په ټولنه کي نابرابري زياتوي
۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبهد دوشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په لومړی ورځ په جوړه شوي غونډه کې «د پالنې وخت» تر سرليک لاندې د دغه څيړنې پايله وړاندې شوه. په دغه رپوټ کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې هغه نجوني او ښځې چې پرته له مزد څخه کار کوي په ورځ کې یې د کاري ساعتونو شمیر له ۱۲ میلیارد ساعته څخه اوړي.
د اکسفام مرستندویه سازمان د ماشومانو د پالنې، د روغتیا پالني په مرکزونو او نورو عام المنفعه زیربناوو او دغه راز د مالياتي عادلانه سیستم په برخه کې د لا زیاتې پانګونې غوښتنه کړې، څو دغه څانګې له مالي پلوه تمویل شي.
دغه پراختيايي سازمان د شتمنيو ناعادلانه ويش باندې هم انتقاد کړی دی. اکسفام د بلومبرګ مالي خدمتونو له خوا راټولو شويو معلوماتو ته په اشارې سره ویلي دي چې له مخې يې په ټوله نړۍ کې په تير کال کې د ۵۰۰ بډایو کسانو شتمني ۲۵ سلنه زياتې شوي دي. اکسفام رپوټ ورکړی دی چې د فوربز مجلې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۹م کال په فبروري مياشت کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۶ ميلياردرانو په دقيق ډول د نړۍ د نیمایي بې وزلو په اندازه شتمنۍ لرلې.
د اکسفام له ټولنيز سازمان څخه کارپوهې ايلين ايمکه پرته له مزد څخه د ښځو د کار په اړه وويل چې اقتصادي سیستم «په لومړي سر کې د بډایو نارينه وو په خدمت کې دی.» د هغې په وينا اغلبا ښځې د فقر او بې وزلۍ له خطر سره مخ دي، په خاصه توګه په زړښت کې.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې «کله چې ښځې ماشومان وزيږوي او د هغوی پالنه او روزنه يې پر غاړه وي» په بې وزلۍ کې یې د ژوند کولو خطر زياتيږې.
اکسفام د المان له حکومت څخه غوښتي دي چې په بې وزله هيوادونو کې د ماشومانو د پالني او د اجتماعي حفاظت په برخه کې پانګونه وکړي.