ایا په کرونا تر اخته کیدو وروسته سړی معافیت حاصلوي؟
۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبهجهاني صحي سازمان په ژنیو کي اعلان کړی دی چي داسي «تازه شواهد موجود نه دي، چي د کرونا کووید ۱۹ ویروس څخه چي یو وار څوک جوړ سوی، معافیت یې حاصل کړی وي او په دغه ویروس د دوهمي دورې اخته کیدو څخه خلاص سي.» دغه سازمان خبردراری ورکوي، چي د په اصطلاح «معافیت سندونو» توزیع ممکنه ده، د کرونا ویروس حتی نور هم پراخ او دوهم واري شیوع ته یې زمینه برابره کړي .
د دغه سازمان په اطلاعیه کي راغلي دي، چي تر جمعې ورځي (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) پوري هيڅ یوې څیړني مشخصه کړې نه ده چي «هغه انسانان چي یو واري په کرونا ویروس باندي اخته سوي، معافیت یې حاصل کړی وي او بیا دي په هغه اخته نه سي.»
ایا قیودات دي راکم سي؟
د ځینو هیوادونو حکومتونو په دې باندي شروع کړې ده، چي په وینه کي د معافیت جوړیدو اوټستونو پر بنأ خپلو اتباعو ته د «معافیت سندونه» توزیع کړي. د دې طریقې پراساس نو د کرونا په خاطر وضع سوي قیودات راکموي او په کراره کراره سره بیرته کارونواو عادي ژوندانه ته زمینه برابروي، تر څو اقتصاد بیرته پر پښو ودریږي.
خو د نړيوال صحي سازمان په حواله موجوده علمي ارقام دې ته اجازه نه ورکوي چي د«معافیت» او یا د «نه تشویش سندونه» دي توزیع سي، بلکې په خبره يې «هغه کسان چي فکر کوي،د کرونا ویروس دوهمي مرحلې په مقابل کي یې معافیت حاصل کړی دی او کولای سي نور صحي خبردرایو ته پام نه وکړي، کیدلای سي راتلونکي خطرونه لا لوړ کړي، نه یوازي پخپله په اخته سي، بلکي ویروس یې نورو ته هم سرایت وکړي.»
د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: