د محدودیتونو سربیره په جنازه کې د لسګونو زرو کسانو ګډون
۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبهد جنوبي آسیا په دغه هیواد کې پولیسو د دیني عالم جبیر احمد انصاري له کورنۍ سره موافقه کړې وه چې د سرایل په ښار کې، د انصاري خاورو ته سپارلو په مراسمو کې به یوازې ۵۰ تنه ګډون کوي.
خو د سیمه ایزو پولیسو مامور شهادت حسین وویل چې د لسګونو زرو کسانو د راټولیدو له امله پولیسو ونه کولی شول پر وړاندې یې مداخله او اقدام وکړي.
هم د تدفین د مراسمو ترسره کونکو او هم د بنګله دیش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه یو د باوري کسانو په حواله تر ۱۰۰ زرو ډیرو کسانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو. دغه محبوب دیني واعظ د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۷ نیټه) له نړۍ سترګې پټې کړې وې.
دغه هیواد له ۱۶۸ میلیونه مسلمان نفوس سره، د کرونا ویروس د وبا له امله د مارچ له ۲۶ نیټې راهیسې شدید محدودیتونه وضع کړي دي. په جوماتونو کې هم تر ۵ کسانو ډیر نه شي کولی د جماعت په لمونځ کې ګډون وکړي.
د رسمي شمیرو له مخې، په بنګله دیش کې شاوخوا ۲۲۰۰ تنه د کرونا پر نوي ویروس اخته شوي دي او لږ تر لږه ۸۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو دا چې په دې هیواد کې د کرونا ویروس د معاینې تقریباً هیڅ امکانات وجود نه لري، نو ممکن پر دې ویروس د اخته کسانو شمیر تر دې ډير لوړ وي چې ښودل کیږي.
آژانسونه: ش.ن/ق.ن
د کرونا پر موضوع يو انځوريز البوم: