1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

دا چلن به په پاکستان کې طبي کړکیچ نور هم ژور کړي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۹, پنجشنبه

په پاکستان کې د روغتیایي چارو پوهانو، مدنې ټولنو او سیاستوالو د یو شمیر ملا امامانو پر هغو څرګندونو اندیښنه ښوولې، چې په جماعت د جمعې د لمانځه پر ادا کولو د احتمالي بندیز د ردولو اعلان یې کړی دی.

https://p.dw.com/p/3ZjAn
Pakistan Mithi | Toleranz für hinduistische Religion
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

د انتقاد کوونکو په نظر، د کرونا ویروس ستونزه ډیره مهمه ده او که چیرې حکومت د مسجدونو د ملا امامانو په قانع کولو و نه توانیږي، نو هیواد له یوه ستر روغتیایي کړکیچ سره مخامخ کیدلی شي. د یادولو وړ ده چې د راولپنډۍ او اسلام آباد ځينو مذهبي مشرانو تیره ورځ په یوه ګډه بیانیه کې ویلي وو چې په مسجدونو کې به په جماعت د لمونځونو او د جمعې د ګډ لمونځ په هیڅ صورت کې بند نه کړي.

هغوی په خپله بیانیه کې ویلي ول چې له وبا د خلاصي له پاره دې مسجدونه آباد کړی شي او د وقایوي اقداماتو تر څنګ دې استغفار وویل شي او خدای دې ته رجوع وشي.

کرونا ويروس په پاکستان کې په چټکۍ سره مخ پر خپریدو دی او په تیرو څو ورځو کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر زیات شوی دی. په ټوله کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۳۰۰ اوښتی دی او دغه شمیر همداسې مخ پر زیاتیدو دی

 د حکومتي سرچینو په وینا تر ۷۰۰ زیات زیارت کوونکي له ایران څخه راغلي دي او د دوی په هکله داسې فکر کیږي چې زیاتره یې ښایي په کرونا ویروس اخته شوي وي.

ځیني انتقاد کوونکي په دې آند دي چې مذهبي، سیاسي او ټولنیزې غونډې د دې ویروس د خپریدو تر ټولو ستر لامل ګرځیدی شي. سیاسي ګوندونو خپل فعالتیونه محدود کړي دي، خو یوه خاصه مذهبي طبقه د دغه ډول بندیز پلوي نه بریښي.

د روغتیایي چارو پوهان وایي چې د یوې کوچنۍ ډلې دغه ډول چلن هم د تباهۍ یو توپان ګرځیدی شي. د پاکستان د روغتیا پالو د اتحادیې پخوانی مشر او د طبي چارو مشهور کارپوه ډاکټر ټيپو سلطان وایي چې د دغه علماو منطق د پوهيدو نه دی: «د سعودي عربستان په شمول یو شمیر اسلامي هیوادونو لا ترمخه په جماعت د جمعې د لمانځه پر ادا کولو بندیز لګولی دی. په دې کې کوم بل نظر نه شته چې د غونډو په ترڅ کې دغه ویروس په چټکۍ سره خپریدی شي او له موږ سره دومره وسایل نه شته چې هغه کنترول کړو.» هغه یادونه کړې چې له طبي لحاظه به دا ډیره خطرناکه وي.

هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې «دا د انسانانو د ژوند معامله ده، چې هر مذهب یې لومړیتوب ګڼي. نو حکومت باید د دې له پاره هر ډول ګام پورته کړي او د جمعې لمونځ، تبلیغي اجتماعات او پر نورو داسې غونډو بندیز ولګول شي چې په ډیر شمیر کې خلک پکې راټولیږي.»

اسلام آباد میشته ډاکټر عبید عثماني په دې نظر دی که چیرې «د جمعې لمانځه پر جماعت باندې بندیز و نه لګول شي نو د ویروس مثبتې پيښې به په سلونو نه، بلکې په زرونو او لسونو زرو وي.» د هغه په خبره په پاکستان کې په لسونو زره مسجدونه دي او علما په ټولنه کې ډیر نفوذ لري.

د پاکستان پيپلز ګوند یوه مشر سناتور تاج حیدر، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «په نړۍ او پاکستان کې چې څومره لوی علما دي، پریکړې یې داسې کړي دي چې د انسانانو ژوند وژغورل شي. زما په آند زموږ علما بادی له روغتیایي ماهرینو سره کیني او د هغوی سپارښتنې واوري او تکنیکي ټکونو باندې پوهه شي او بیا دې په ګډه د دې حل لاره راوباسي.»

عبدالستار، اسلام آباد