دعا ويونکي او نور اوتوماتونه په انځورونو کي
په وروستیو لسیزو کې اتومات ماشینونو د انسانانو په ژوندانه کې ډیر مهم شوي دي. په دې انځویریز رپوټ کې هغه اتوماتونه چې انسانان ورسره هره ورځ مخامخیږي، وړاندي شوي دي.
په برلین کې د دعا ویلو اتومات
دې اتومات ته په ننوتو سره سړی په ماشین کې له پیسو اچولو سره دعا اوري. دغه ماشین د څه نا څه ټولو دینونو دعاګانې لري او په ۶۵ ژبو ویل کیږي.
په لندن کې د خوراکي موادو اوتومات
دغه انځور په ۱۹۳۰م کال کې اخسیتل شوی او اخیستونکی یې پیژندل شوی نه دی. دا انځور ښيي چې د انسان په ژوند کې د اوتوماتونو نقش له ډیري مودې وړاندې پیل شوی دی.
د سکرو پلورلو اوتومات
په ۱۹۶۴م کال کې په دغه اتومات کې د یوې بستې سکرو بیه یو مارک وو. پخوا به اوتوماتونو پیریدونکو ته پاتې پیسې نه ورکولې خو اوس څه نا څه ټول اتوماتونه پیریدونکو ته د هغوی پاتي پیسې ورکوي.
د تکیټ پلورلو اوتوماتونه
د آلمان د اورګاډو په تمځایونو کې له اوتوماتونو څخه د ټیکتونو اخیستل اوس یو معموله او ورځنی کار دی.
د شمع پلورلو اوتومات
په قبرس کې د شمع پلورلو اتومات لګول شوی دی. له دې اتومات څخه وګړي اورلګيت هم اخیستلای شي.
له اوتومات څخه د میوو اخیستل
د میویو پلورلو اوتومات.
له اوتومات څخه د پارسل ترلاسه کول
که د یوچا کور ته کوم پارسل ورسیږي او هغه په کور کې نه وی نو د آلمان د پارسل رسولو شرک ورته یوه خط پریږدي چې پکښې د هغه اوتومات ادرس لیکل شوی وي چې هغه ورڅخه خپل بسته ترلاسه کولای شي.
د سبزیجاتو پلورلو اوتومات
د پاریس اوسیدونکي کولای شي هر وخت له دغو اوتوماتونو څخه سبزیجات واخلي.
د بوتلونه اوتوماتونه
په آلمان کې د نوشابو اخیستلو پر مهال د هغه د بوتل پیسې هم ورکول کیږي خو کله چې پیریدونکي دا بوتلونه ستانه کړي نو پیسې یې هغوی ته ورکول کیږي. دا هر څه د اوتوماتو ماشینونونو په مرسته شوني دي.
د حشراتو ضد اوتوماتونه
دغه اوتوماتونه په آلمان کې د هغو کسانو له پاره دي چې له پیاده روي سره مینه لري. هغوی کولای شي له دغو اوتوماتونو څخه د حشراتو ضد درمل رانیسي او پر ځان یې ووهي.
د مکروني اوتومات
توماس بودن د مکروني پلورلو اوتومات اختراع کړی دی. په دغه ماشین کې په ۹۰ ثانیو کې مکروني پخیږي. دې ماشین په ۲۰۰۴م کال کې په هالند کې د نوآوري جایزه ترلاسه کړه.
د پیزا اوتومات
که د پیزا مینه وال یاست نو د دې خوراکي توکي اوتوماتونه هم شته.
د شيدو اوتوماتونه
پیریدونکي کولای شي له دې اوتومات څخه هر وخت تازه شيدې رانیسي. پیریدونکي باید پخپله بوتلونه راوړي. پر ماشینونو همداراز لیکل شوي دي چې شيدې باید تر استعمال مخکې چوش کړل شي.
د کتاب پلورلو اوتومات
په کرواشیا کې د کتاب پلورلو اوتومات.
د کاندومونو اوتوماتونه
په آلمان کې په ډیرو سیمو کې د کاندومونو د پلورلو اوتوماتونه موجود دي.
د هنري اثارو د پلورلو اوتومات
د هنري اثارو د پلورلو اوتوماتونه. په برلین کې له دې اوتومات څخه د اوو هنرمندانو اثرونه پیریدل کیدای شي.
د ورځپاڼو اوتوماتونه
د آلمان په ډېرو برخو کې د ورځپاڼو اوتوماتونه موجود دی چې خلک ترې د خپلې خوښې ورځپاڼې ترلاسه کولای شي.