دغه توکي ښايي تر ګټي زيات تاوان ورسوي
زيات وګړي د روغتيا او نظافت له پاره مصنوعات او توکي رانيسي. خو د مکروب ضد صابون څخه نيولې تر غاښونه سپينوونکو کريمو پوري زيات شمير دغو توکو تاوان تر ګټي زيات وي. بعضي دغه ممکنه تاوان رسونکي توکي دلته وپېژنئ:
مکروب ضد صابون
زيات وګړي له دې کبله مکروب ضد صابون رانيسي چي له ناروغيو او مکروبونو ځان وساتي. خو زياتو څېړنو ښودلې چي مکروب ضد صابون تر عام صابون زياته ګټه نه لري. د متحده ايالاتو د کولومبيا پوهنتون چي د پاندميو کارپوه ده وايي چي زياتره مکروب ضد صابون ځکه ګټه نه رسوي چي مکروبونه ورسره ځانونه عياروي.
د نوکانو سوهان
د لاسونو او پښو د نوکانو سوهان کوونکي اوزار ډېر عام دي او په نژدې هر کور کي موندل کيږي. خلک د نوکانو د پرې کولو وروسته د سوهان په مرسته د هغوی څوکي سوهانوي. خو دغه سوهانونه زيات وخت د هغو خيرو او مکروبونو زيرمه وي چي د انسانانو پر پوستکي ژوند کوي. دغه مکروبونه له پوستکي څخه د نوکانو اوريو ته انتقالېدلای او د ناروغيو لامل کيدلای سي. په زياته کله چي دغه سوهانونه په سمه توګه پاک نه سي.
د غوږ پاکولو خاشې
د غوږ پاکولو له پاره هغه خاشې چي ورباندي پمبه يا مالوچ وي په عامه توګه زيات استعمال لري. خو دغه خاشې د دې لامل کيدلای هم سي چي د غوږو دننه مواد د راوتلو پر ځای هلته غوټه سي او د غوږ کانال بند کړي. د دې تر څنګ د دغو خاشو له لاري مکروبونه هم غوږ ته تللای او د التهابونو د رامنځته کېدو لامل کيدلای سي.
غاښ سپينونکي ځانګړي کريم
هغه ځانګړي کريم چي په مرسته يې غاښونه سپينيږي عموما په خپل ځان کي د ريګو په شان زيږه مواد لري. دغه مواد چي کله پر غاښونو موښل کيږي نو د غاښونو باندنۍ سطحه توږي. داسي لکه سوهان يا ريګمال چي ورباندي تيريږي. که څه چي دغه کريم ښايي د لنډي مودې له پاره غاښونه پاک کړي خو په اصل کي ورته تر ګټي زيات تاوان رسوي.
د غسل اسفنج
بازار له هغوی بيلا بيلو اسفنجانو ډک دی چي د غسل پر وخت پر ځان د صابن وهلو له پاره کارول کيږي. له دوی څخه اکثره يې د پلاستيکي موادو څخه جوړ سوي وي. په نيويارک کي د انساني پوستکي د ناروغيو متخصصې ډلې موندلې چي اسفنجونه د مکروبونو له پاره بهترينه کورونه دي. له دې کبله مکروبونه په ډېره چټکۍ سره ځان په اسفنجونو کي تکثير کوي او د ناروغيو لامل ګرځېدلای سي.
پاسته خرسکان، نانځکي او الرژۍ
زيات وختونه ماشومان د لوبو د خپلو پستو خرسکانو سره بيديږي او د ورځي پر وخت هم هغوی د ځان سره لري. هغوی دغه د لوبو خرسکانو، نانځکو او ورته څيزونو ته د خپل ملګرو په توګه ګوري او په حضور کي يې ځان ډاډه احساسوي. خو زيات وختونه دغه نانځکي او خرسکان د دوړو د مکروبونو کور وي او له کبله يې ماشومان په الرژيو اخته کيدلای سي.