دوو پاکستاني ماشومانو يوه ستر پیټي ته اوږه ورکړې
ډیر ځله داسې کیږي چې لویان لا په فکر کې او کوچنیان مخکي شوي وي. دغسې څه د کراچۍ ښار د شیرین او د هغې د ورور حسن په هکله هم صدق کوي. ماشومانو ته چې د تعلیم ورکولو مسوولیت د حکومت پر غاړه دی، دغو ماشومانو اوږه ورکړې ده.
ځیرکه ماشومان
د اووم ټولگي زده کوونکي شیرین او د هغې ورور حسن چې په لسم ټولگي کې دی د کراچۍ په ښار کې د سړک پر سر اوسیدونکو ماشومانو له پاره یو ښوونځی پرانیستی دی. که څه هم کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر ښار دی، خو سړکونه د زرونو ماشومانو د اوسیدو ځایونه دي.
تلاښ
هغه ماشومان چې د دوه وخته ډوډۍ د پیدو کولو په لټه کې وي ښوونځي ته تگ څرنگه لومړیتوب کیدای شي؟ خو د شیرین او حسن ښوونځي هڅي دغه ماشومان تر ټولگیو رسولي دي. د کراچۍ په کلفټن سیمه کې بې آسرې ماشومانو ته تعلیم ورکول کیږي او دغه ماشومان هم د یو څه کولو له پاره ډاډمن شوي دي.
پیل یې څرنگه وشو؟
د سړک د غاړې سر ښوونځي پرانیستو فکر څرنگه رامنځ ته شو؟ په دې هکله شیرین وایي: «یو وارې زه د دې سړک له لارې تیریدم چې یوه ماشومه مې ولیده. هغې له خیرات اخیستو څخه ډډه وکړه. هغې وویل چې غواړم لوستې شم. کولای شي ماته دلته درس ووایي؟» دا هماغه شیبه وه چې شیرین ماشومانو ته د تعلیم ورکولو په فکر کې شوه.
د ټولو ملتیا
د شیرین په خبره هغې یوې ماشومې ته تدریس پېل کړ، خو په څو ورځو کې نور ډیری ماشومان هم هلته د زده کړې له پاره راتلل. په دې برخه کې د شیرین ورور حسن له خپلې خور څخه بشپړ ملاتړ وکړ. د خپلو اولادونو زیار په لیدلو سره د حسن مور او پلار هم د دغه پلان له پاره د مالي تمویل هڅې پېل کړي.
راشن هم ورکول کیږي
د دغسې ډیر ماشومانو د کورنیو تکیه پر همدغو ماشومانو وي. میندې او پلرونه یې غواړي کله چې دغه ماشومان بیرته کور ته ورځي نو خوراک یا ډوډۍ له ځانه سره وروړي. د دغې ستونزې څخه د خلاصي له پاره «سټریټ سکول» یا د سړک د غاړي ښوونځی ته راتلونکو ماشومانو ته ۵۰ کلدارې او د هغوی کورنیو ته راشن هم ورکول کیږي، خو خپل ماشومان له ښوونځي څخه منع نه کړي.
له نشو څخه د زده کړې پر لور
د سړک غاړي ښوونځي ته ځیني ماشومان پر نشو هم روږدي وي. د هغوی له پاره ځانگړې درملنه په پام کې نیول کیږي، څو د نشې له اعتیاد څخه واوړي او پر تعلیم توجه وکړو. که څه هم دا کار آسانه نه دی، خو کله چې اراده پخه وي نو بیا هیڅ هم گران نه وي.
په سلونو زره بې کوره ماشومان
د یوه اټکل له مخې په پاکستان کې له ۱،۲ میلیونو څخه تر ۱،۳ میلیونو پورې ماشومان د سړکونو پر سر ژوند کوي. ویل کیږي چې دغه شمیر مخ پر زیاتیدو دی. بې وزلي، بې کاري او د ترهگرۍ او طبیعي ناورینونو څخه بې ځایه کیدل د دې عمده لامل دی.
مخ پر وړاندې گامونه
شیرین وایي چې کله یې دغو ماشومانو ته درس پېل کړ نو الفبا خو لا لرې خبره وه او پر دې نه پوهیدل چې څرنگه پنسل په لاس کې ونیسي. خو نن ورځ دغه ماشومان لیک لوست کولی شي. شیرین غواړي چې هر بې کوره ماشوم ته تدریس وکړي.
کاروان اوس روان دی
د شیرین او حسن ښوونځي په یوه کال کې ډیر څه تر لاسه کړي دي. د هغوی په ښوونځي کې اوس ۷۵ ماشومان زده کړې کوي. ډیر شمیر ځوانان هم اوس له هغوی سره په دغه هڅه کې شامل شوي دي. اوس ځیني غیر حکومتي سازمانونه هم له هغوی سره په دې برخه کې مرسته کوي او هغوی ته وسایل برابروي.
د کال نړیوال ځوان
د دغه ورور او خور هڅې د هیواد له پولو د باندې هم مشهورې شوي دي. هغوی ته د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې کې په تایوان کې د «گلوبل یوت آف دي ایر» یا د کال نړیوال ځوان جایزه هم ورکړل شوه. د شیرین او حسن کورنۍ پر خپلو اولادونو ویاړي.
یوه بیلگه
د کراچۍ په هره څنډه کې د شیرین د دغسې یوه ښوونځي د پرانیستلو هیله ښایي کله پوره نه شي، خو د یوه کال په موده کې هغوی یوه لاره وښوده. که چیري حکومتونه وغواړي نو د دغسې د زرگونو ماشومان قسمت بدلیدای شي.