دچین د نوي کال د میلې نخښي او دودونه
چین نوي کال ته تیاری نیسي، چي دا ځل یې نخښه بزو ده. که څه هم نوی کال د فبروری میاشتي پر ۸ دی، خو تر یوه حده پوري وختي یې لالمانځنه شروع سوې او ورته سوداوي کیږي.
د څراغانو ځړول
د چین د نوي کال د میلې یو مهم جزء د خُشکی سره څراغان دي. دغه څراغان د پیکینگ په یوه پارک کي د گلانو او میوې په ډول ځړول سوي دي . خو د هغه نور ډولونه هم سته.
په زړه پوري تولیدات ، خو سخت کار
د هیبای د ولایت د تونتو په دغه فابریکه کي، چي د پیکینگ په جنوب غرب کي پرته ده ، د کډو په ډول سره څراغان جوړیږي.
د کور پردروازو د نوي کال د سمبولونو ځړول
دغه ډول دوه اوږده په مساوي اندازه ټوکران ، چي د کور ددروازې پر دواړو خواوو ځړول کیږي، ډیره پخوانی عنعنه لري.
د یوه بریالي نوي کال ارزو
پر دغه ډول زینتي ټوکرانو باندي بیا د کورنی او ښه ژوندانه او همدارنگه په وظیفه کي د بریالیتوبونو غوښتني لیکل کیږي.
د سرو نیکرانو او جرابو وخت
سره نیکران او جرابي ، چي دبلاوو ضد سمبول دی، دنوي کال په میله کي یې بیاید هغه څوک واغوندي، چي د هغه مطابق چینايی کال کي زیږیدلی وي ، داځل د بزو په کال کي.
د کاغذو هنر
دکاغذو څخه یو شی جوړول دچین د نوي کال د میلې یوبل هنر دی.د اد انهويي دولایت د هاوبای د اداري مامورینو لاسي هنر دی . په منځ کي د طالع غوښتنه سوې ده او شاوخوا ورباندي بزوگاني راگرزیدلې ده.
طلايي بزو طالع راوړي
دغه دواړه نجوني،چي د پیکینگ د یوې مغازې په گالري کي ولاړي دي ،او په چینايی او غربي ماډلو یې ځانونه جوړ کړي دي، د بزو لکی ته گوري ، چي پر ۲۰۱۶ م کال باندي ی حلقه جوړه کړې ده.
کلیوالي عنعنه
د اورغورځونکي مار نڅا، چي د هونان د مرکزي ولایت د یوه کلیوال لخواتر سره کیږي. دا د میاو داتنیکي گروپ د نوي کال عنعنوي میله ده، کومه چي باید ښه هوا او محصولات د ځانه سره راوړي.
اشتهأ راوړونکي
د چین د شمال شرقي ولایت لیونینگ د شینیاگ په مارکیټ د نوي کال د میلې دپاره سوداوي. میوه او سابه پ یخو سیمو کي وچیږي او بیا خرڅلاو ته وړاندي کیږي.
د خلکو د هجوم راوړو مخکي
د نوي کال په میله کي د خلگو عام گډون او میله ځایونو ته تگ هم شامل دی. دلته په پیکینگ کي د یوه ولسي جشن لپاره تیاری نیول کیږي.
معین خواړه
په خاص ډول د چین په شمال کي د آشک په ډول مشهوره خواړه د نوي کال په ډوډی کي شامل دي.