د آلمان په زاکسن کي د مهاجرو پلان سوی کمپ وسوځل سو
۱۳۹۴ اسفند ۲, یکشنبهد آلمان په فډرالي ايالت زاکسن کي د باوڅن په سيمه کي د شنبې او يکشنبې په منځنۍ شپه په يوه ودانۍ کي اور ولګېد. دا په داسي حال کي چی په پام کي نيول سوې وه چي په دغه ودانۍ کي به د مهاجرو له پاره کمپ جوړيږي.
دا چي د باوڅن په دغه پلان سوي مهاجر کمپ کي ولي اور لګېدلی، لا تر اوسه نه ده معلومه. پوليسو ويلي چي د دغې پيښي په تړاو يې «هر اړخيزي» پلټنې پېل کړي دي. پوليسو ويلي چي د سوځېدونکي کمپ دباندي ګڼ شمېر داسي کسان هم راټول سوي ول، چي ښايي بعضي پکښي په شرابو نشه ول. ويل سوي چي دغو نندارچيانو د سوځېدونکي کمپ پر لمبو د خوښۍ څرګندونه کوله.
پوليسو زياته کړې چي راټولو سوو کسانو د خوښي څرګندولو تر څنګ «غېرمناسبي خبري» هم کولې. پوليس وايي چي د دغې سيمي د درو کسانو پر ضد يې تحقيقات پېل کړي، ولي چي ورباندي تور دی چي د اور وژونکي ډلې په کار کي يې لوی خنډ رامنځ ته کړی ؤ.
د وروستيو معلوماتو له مخي د اور لګېدنې په دغه پېښه کي څوک ژوبل سوی نه دی. دغه ودانۍ تر مخه د هوټل په توګه استعمالېدله چي وروسته پلان جوړ سو چي پکښي پناه غوښتونکو ته به ځای پکښي ورکول سي. د اورلګېدني پر وخت ودانۍ خالي وه.