د افغانستان د غالیو کاروبار ولې اغیزمن شوی؟
د افغانستان د غالۍ اوبدلو پخوانی دودیز صنعت له طالبانو سره د جګړې او پاکستان له اړخه د سرحد تر سختیدو وروسته اغیزمن شوی دی. په تیر یوه کال کې د غاليو په پلور کې شا او خوا پنځوس سلنه کمښت راغلی دی.
په نړۍ کې د افغانستان غالۍ په خپل ښایست او ښه کیفیت سره ډیر شهرت لري. اوس هم د افغانستان په اقتصاد کې د غالیو صادرات مهم ځای لري، خو په تیرو اتو کلونو کې په دغه صادراتو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
جګړې، بې وزلۍ او دا چې افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی د غالیو صنعت اغیزمن کړی دی. د افغانستان د غاليو صنعت ۲۵۰۰ کاله مخینه لري. ویل کیږي چې لوی سکندر له افغانستان څخه خپلې مور ته غالۍ استولې وه.
په کابل کې د غالۍ جوړولو په یوه فابریکه کې ښځې غالۍ اوبدي او نارینه وړۍ راټولوي. د دغې فابریکي منیجر دلجام منان قاسمي وایي: «موږ ډیر پیریدونکي رابللي دي. خو هغوی نه راځي او وایي چې په افغانستان کې د جګړې او امنیتي ستونزو له کبله دا ناممکنه ده. دا لویه غميزه ده.»
په افغانستان کې په وروستیو کې د تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي دي. ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷م مالي کلونو کې د افغانستان د قانوني صادراتو څلورمه برخه غالیو جوړوله چې ارزښت یې ۳۸ میلیونه ډالرو ته رسید. ۸۵ سلنه غالۍ پاکستان ته صادرې شوې وې.
تر دې دمخه کلونو کې په افغانستان کې د غالیو صادرات ۸۹،۵ میلیونه ډالرو ته رسیدل. په افغانستان کې د بې وزله له کبله د غاليو رانیولو تقاضا نه ده لوړه شوې. اته کاله ترمخه چې کله په افغانستان کې نسبي امنیت وو نو د غاليو صادرات ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته رسیدل.
د «افغان کارپټس» په نوم د یوه دوکان خاوند پرویز حسین وایي چې پاکستاني سوداګر له افغانستان څخه غالۍ رانیسي او له لسو څخه تر پنځلس سلنو ګټه پکښې کوي. د هغه په خبره خلک افغانستان ته د غاليو رانیولو له پاره نه ځي او دا چې په افغانستان کې د غاليو پریمنځولو میتود ښه نه دی. د حسین په خبره ډیر شمیر افغان سوداګر په پاکستان کې اوسیږي او له هغه ځايه غالۍ صادروي.
پر پاکستان او بندرونو يې تکیه، او یو پر بل باندې د یاغیانو د بریدونو تور لګول د دې سبب شوي چې پر پولو کنترول زیات شي. تیر کال آن ۴۰ ورځي د تورخم لاره بنده وه. دا هغه څه دي چې افغان سوداګر یې له ستونزو سره مخامخ کړی دي.
په کابل کې دوکاندار احسان وایي چې اوس هلته ډیر لږ بهرنیان تر سترګو کیږي. په دې دوکان کې پنځوس کاله پخوانۍ غالۍ هم شته. د هغه په خبره پخوا به آن داسي وخت راتلی چې په ورځ کې به يې پنځه غالۍ وپلورلې، خو اوس دا کار ډیر ګران دی، ځکه چې څوک نه ورځي. رویټرز