د الازهر امام: د کرونا پر ضد د تدابیرو نه مراعتول ګناه ده
۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبهالطیب د یکشنبې په ورځ (د مارچ میاشتي ۲۹مه نیټه) په یوه ټلویزوني وینا کي وویل: «څوک چي د چارواکو اوامر نه مراعتوي او په مقابل کي یې بې تفاوتي ښي؛ هغه د ګناوو د کولو سره یو ډول دی.»
الطیب د کرونا ویروس سره د مقابلې په خاطر له خلکو څخه وغوښتل چي د «ټولو موجوده طبي، وقایوي او علمي وسایلو څخه کار واخلي او هم بشري مرستې وکړي».
الطیب همدارنګه وویل چي د کرونا ویروس په اړه باید ناسمې آوازې خپرې نه سي ځکه په خبره یې دا موضوع کیدای شي د حکومت پر اقداماتو باندې د خلکو اعتماد راکم کړي.
د مصر د حج او اوقافو وزارت د «الاحرام» ورځپاڼي په حواله په دې منځ کي اعلان کړی دی چي د مسجدونو د تړلو موده به نوره هم وغځوي. البته تر هغو پوري چي د کرونا پر ویروس باندي غلبه حاصله سوې وي. د رپوټونو پر اساس په مصر کي تر اوسه پوري د کرونا ۶۰۹ مثبت پيښي ثبت سوي او له کبله یې ۴۰ انسانان مړه سوي دي.
(qn/ms (kna