د برلین په هوایي ډګرونو کې اعتصاب او د پروازونو ګډوډي
۱۳۹۵ بهمن ۲۰, چهارشنبهد ویردي اتحادیې ویلي دي چې د برلین د تیګال او شونفیلد هوایي ډګرونو ځمکني کار کوونکي به د چهارشنبې په ورځ په ځایي وخت د سهار له ۰۵:۰۰ څخه بیا تر ۱۱:۰۰ بجو پورې اعتصاب وکړي.
په دې ترڅ کې ۲۰۰۰ کارکوونکو اعتصاب کړی دی چې پکې تر پرواز مخکې اسنادو آرزوونکي او د بار سمبالوونکي شامل دي.
پر دې سربیره د الوتکې راهنمایي کوونکي او هغه کسان چې تر ناستي وروسته د الوتکو تیل پوره کوي په اعتصاب کې شامل دي. د برلین د هوايي ډګرونو یوه ویاند وویل چې کيدای شي د دې اعتصاب له کبله په پروازونو کې ډیره ګډوډي رامنځ ته شي.
ویردي ویلي دي چې په هامبورګ کې هم ښايي ورته حالت رامنځ ته شي ځکه د دې ښار د هوایي ډګر ځمکني کارکوونکي هم له اعتصاب سره یوځای کیږي.
د ایر برلین هوایي شرکت ویلي دي چې برلین ته رسیدونکي او له دې ښاره تلونکي ۶۰ پروازه یې لغو کړي دي. مسافرو ته هم سپارښتنه شوې ده چې د برلین په هوايي ډګر کې د خپلو بکسونو په ترلاسه کوونو کې ځنډ راتلای شي.
ویردې ویلي دي چې د هوایي ډګر له چارواکو سره د دغو کسانو د معاشونو د ډیریدو له پاره مذاکرې کوي.
زموږ له ارشيفه