د بروس لي د مړیني څلویښتمه کلیزه
د کنګفو «ایکشن» فلمونو د نامتو لوبغاړي بروس لي اصلي نوم جُن فین دی. بروس لي له نن څخه څلویښت کاله وړاندې د ۳۲ کلونو په عمر ومړ. د هغه د ژوندانه د بیلا بیلو اړخونو په اړه دلته انځوریز رپوټ لیدلای شې.
د کنګفو فلمونو د نامتو لوبغاړي بروس لي اصلي نوم جُن فین دی. کله چې بروس لي ۴۰ کاله وړاندې مړ شو نو د هغه عمر یوازې ۳۲ کاله وو. بروس لي په خپلو رزمي لوبو سره د فلمي نړۍ مینه وال ځان ته رامات کړل.
بروس لي د ۱۹۴۰ کال د نومبر د میاشتې په ۲۷ نیټه په سان فرانسېسکو کې زیږیدلی وو. هغه د خپل وخت د کنګفو د یوه مشهور استاد« یپ مین» څخه زده کړې وکړې (فلمي ډایریکټر وونګ کار وي، سږ کال د یپ مین پر ژوند یو فلم جوړ کړی دی) خو وروسته بیا بروس لي یو بل انداز خپل کړ چې هغې ته یې د «جیت کون ډو» نوم ورکړ.
سرعت او توجه د بروس لي د رزمي لوبې یوه ځانګړنه وه. بروس لي د خپل سرعت او دقت له امله په خپلو فلمونو کې حیرانونکی «ایکشن» وړاندې کړ. تر اوسه پورې د بروس لي د رزمي لوبو انداز د دې ډول فلمونو له پاره یو معیار ټاکل شوی دی.
د زده کړې پر مهال بروس لي د لنډا ایمري سره آشنا شو، چې بیا وروسته دواړو په ۱۹۶۴م کال کې واده وکړ. په ۱۹۶۵م کال کې د لي زوی برینډن بروس لي، وزیږید. هغه خپل زوی د نړۍ لومړنی داسې چینایي ماشوم باله چې ویښتان يې ژیړ او د سترګو رنګ يې آبي دی. څلور کاله وروسته د هغه لور شینن وزیږیدله. برینډن لي د «دي کرو» په نامه د فلم جوړونۍ پر مهال د یوې پيښې د رامنځ ته کیدو په پایله کې په تصادفي ډول ومړ.
د «وې اف دي ډریګن» فلم نه یوازې دا چې په نړیواله کچه د ده د شهرت لامل شو، بلکې د سنیما په صنعت کې د ده د رزمي فلمونو د منل کیدو سبب هم وګرځید. د نوموړي فلم نندارلیک ده خپله لیکلی وو. په دغه فلم کی د کراټې اتل چک نورس، د بروس لي د مقابل اړخ کردار ادا کړی دی. د دغه فلم رزمي صحنې د سینما په تاریخ کې ثبت شوې.
په ۱۹۷۳ کال کې د لومړي ځل له پاره امریکا او چین ګډ فلم جوړ کړ. دا د بروس لي وروستی فلم «دي مین ود دي ډریګن» وو. دا د ده تر ټولو مشهور او کامیابه فلم دی. سنیما ته د دې فلم د راتګ څخه یوازې دری اوونۍ مخکې بروس لي د درد کمولو درملو سره د حساسیت له امله مړ شو.
بروس لي تر مړینی مخکې د«ګیم آف ډیت» په فلم کې ژیړ رنګه سپورتي جامې، چې د تورو پټیو درلودونکې وو اغوستي وې. هغه په خپل دې کار سره غوښتل وښيي چې نوموړی د رزمي لوبو د عنعنوي لباس مود نه دی خپل کړی.
د بروس لي شهرت او ځانګړي انداز په اصل کې دغې څانګی ته د راتلونکو فلمي لوبغاړو شهرت ته د رسیدو له پاره دروازې خلاصې کړې. د بیلګې په توګه جکي چن، جیت لي، ډوني ین، سټیون سیګال او کلوډ فون ډام په شان فلمي لوبغاړو ته. خو جکي چن، په ټوله معنا سره ځان د بروس لي ځای ناستی ثابت کړ.
د بروس لي د مړیني د څلویښتمې کلیزي په یادون کې د لاس اېنجلس په چاینا ټاون، سیمه کې د جولایي د میاشتې په شلمه نیټه د بروس لي یوه مجسمه درول کیږي چې دوه متره لوړوالی لري. په دغه مجمسه کې د رزمي لوبې دغه استاد د دفاع په حالت کې لیدل کیږي.