Die Kulturgeschichte des Zuckers
۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبهبوره چي په هر ډول کارول سوې وي، موږ ته خوند راکوي. هغه که کوچنياتو ته د انعام په ډول شيريني باب وي، که ککاو او که د غرمي تر ډوډۍ وروسته د آيسکريم خوړول وي.
بوره اوس حتی په وچه ډوډۍ کي هم کاريږي. د کوچنيانو سريلاک او د ميوې مستې خو بې بوري خوند نه لري. په اوسط ډول هر انسان له کاله ۳۰ کيلو گرامه بوره خوري. خو اوس هغه وختونه تير دي چي بوره به د بډايتوب او قدرت سمبول وه، نن ورځ دغه سپين رنگه کريستال ته د ناروغه کوونکو او چاغښت د مادې په سترگه کتل کيږي.
په اول سر کي له ميوو څخه گټه اخيستل کيده
خوږو شيانو ته له پخوا څخه انسانانو اشتها درلوده. خو تقريباً لکه نور خوراکي توکي، بوره هم يو وخت له ختيځ څخه اروپا ته راانتقال سوه. خو پوښتنه داده چي مخکي ترهغه اروپايانو له څه ډول خوږو موادو څخه استفاده کوله؟ ۲۰۰۰ کاله مخکي ميوه د خوږو توکو يوازينۍ سرچينه وه.
د روم اوسېدونکو د ميوو د ونو کرلو کلتور اروپا ته انتقال کړ او په لږ وخت کي د مڼو، ناکو، آلو او انگورو د ونو د کرلو کلتور وده وکړه. د دغو ميوو له شربتو څخه به په هغه وخت کي پوډين، فرني او جيلي جوړيدل او د ډير وخت له پاره به ساتل کيدل.
په منځني ختيځ کي له گنيو څخه جوړه سوې بوره به اروپا ته وارديدله. د خوږو شيانو لرغون پيژندونکي، پاوزه له دويچه ويلي سره په مرکه کي وايي چي دغه ډول بوره په اروپا کي ډيره گرانه وه او د هر چا وس ورباندي نه رسيده. حتي شتمنو کسانو به يوازي په شاندارو محفلونو کي هغه مصرفوله.
د خوږو انقلاب
په اتلسمه پيړۍ کي بريتانويانو په دې پيل وکړ چي په خپل مستعمره يي هيوادو کي گنی وکري تر څو بوره ترلاسه کړي. په دغه وخت کي د ناپيليون تر امپراطوري لاندي، فرانسې د بريتانيا پر ضد جگړه پر مخ بيوله. د پاوزه په خبره، ناپيليون نه غوښتل چي بريتانيا د بورې تجارت وکړي. کله چي جگړه پاي ته ورسيده او ناپيلون له نړۍ سترگي پټي کړې، نو د ۱۹ مي پيړۍ په نيمايي کي گنی هم اروپا ته انتقال سو. له هغه وخت راهيسي، ټولو بورې ته لاس رسی پيدا کړ او بيه يي هم لوړه نه وه.
هغه سپين کريستال چي بدن ته انرژي ورکوي
نن ورځ بورې ته د هغو سپينو زهرو په سترگه کتل کيږي چي ډيري ناروغۍ رامنځته کوي. همدارنگه د چاغښت سبب هم گرځي. دا په داسي حال کي چي پخوا به بوره په درملتونونو کي د درملو په توگه خرڅيدله.
تر ميلاد وروسته اوله پيړۍ کي، بورې ته د ناروغيو د علاج کوونکي په سترگه کتل کيده. په دوولسمه پيړي کي۹۰ سلنه دارودرمل له بورې څخه جوړيدل. ۵۰۰ کاله وروسته په دواوو کي بوره کانسروه کيدله چي خوند به يي تريخ وو اوبدن ته به يي انرژي ورکوله. خوږه دوا ډيره ښه خرڅيدله. په دې ډول به په درملتونونو کي د دواوو پر ځاي په اصل کي، خواږه توکي خرڅلاو ته وړاندي کيدل.
له عادي کُلچو څخه تر گُلداره او ميوه لرونکو کيکونو پوري
کله چي په درملتونونو کي نور خواږه شيان نه خرڅيدل، نو په نورو ځايو کي بيا ډول ډول شيرني گاني رامنځته سوې. د ککاو ترڅنگ، پلميټ، خواږه جيلي او رنگارنگ کيکونه هم جوړ سول.
په جرمني کي د آلوبالو او خوږو کريمو څخه جوړ سوي کيک چي د «شوارڅ والدر کيرش تورته» په نامه ياديږي، ډير مشهور دي. په ۲۰۱۵ کال کي د دغه ډول کيک سل کلني ولمانځل سول. خو په مؤقتي ډول دغه ډول کيک حتي په ۱۶مه پيړۍ کي هم موجود وو. خو د هغه شکل له ننني کيک څخه، يو څه توپير درلود.
خلاصه دا چي بورې د يوه لوکس او ارزښتناک توکي په توگه، خپل ارزښت نور له لاسه ورکړی. نن ورځ بوره چي بدن ته ډير تاوان رسوي، په هر ځای کي په زياته پيمانه پيدا کيږي. خو دا خبره ښه ده چي د يوه خوندور کيک د خوړلو پر وخت سړی د هغه ټول تاوانونه له پامه غورځوي.
G.P/N.Z/AG