د جمهوري ریاست ماڼياني او په نړۍ کې د ښکلا او قدرت نمایش
روسان د کرملین ماڼۍ او امریکایان سپينه ماڼۍ لري. فرانسه هم د الیزه په نامه یوه ماڼۍ لرۍ. دغه ماڼې د هیوادونو د ولسمشرانو د فعالیتونو مرکزونه دي. د ولسمشرانو ماڼياني د ډیرو هیوادونو د ښکلا او عظمت نمایندگي کوي.
په انقره کې سپين قصر
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپله نوې ماڼۍ «سپيني ماڼې» ته نقل مکان کړې ده. د ترکیې سپينه ماڼۍ ۱۰۰۰ خوني لري. له دغو خونو څخه دباندي د غږ د اوریدل کیدو امکان نشته. همدارنگه د قوماندې مرکز یې بیا د اټومي بمب په مقابل کې هم مقاومت لري. دغه ودانۍ په ترکیه کې د ډیرو خلکو له مخالفت سره سره جوړه شوه.
د نفتو له درکه ترلاسه شوي پيسې
د قزاقستان په پلامېنه آستانه کې د جمهوري ریاست ماڼۍ رنگ، په شپه کې څو واره بدليږي. نورسلطان نظربایف، په ۱۹۸۹ کال کې د قزاقستان د کمونست گوند مشر وو چې یو کال وروسته بیا د دغه هیواد ولسمشر شو. ویل کیږي چې د نظربایف کورنۍ د ۷ میلیارده ډالرو په شاوخوا کې سرمایه لري.
د سرو زرو گنبده
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف، په دې ماڼۍ کې ژوند کوي. نوموړی تر طلایې گنبدې لاندي په یوه ښکلې ماڼۍ کې ژوند او کار کوي. په ترکمنستان کې د دیکتاتورۍ رژيم مخالفین رواني روغتونونو ته استول کیږي.
د اکراین د پخواني ولسمشر ماڼۍ
د اوکراین پخواني ولسمشر ویکتور یانوکوویچ، چې په روان کې له واکه لري کړل شو پلازمېني کیف ته نږدې د دغي ماڼۍ د جوړولو فرمان صادر کړ. د یانو کوویچ تر راپرزول کیدو ورسته د هغه مخاليفانو داسي اسناد وموندل او په انټرنټ کې یې خپاره کړل چې په دې ماڼۍ کې د موجودو قیمتي شیانو ارزښت اته میلیونه ډالره ښوول شوی وو.
د یانوکویچ ماڼۍ
دا د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتور یانوکوویچ په ماڼۍ کې دننه یوه محوطه ده. یانوکوویچ په دې تورن وو چې د واکمنۍ پر مهال یې اداري فساد او بارټي بازي خپل اوج ته رسیدلي ول. ویل کیږي چې هغه د جمهوري ریاست په وخت کې په میلیونو يورو غبن کړی دی.
د ځان لوړ ښکاره کولو جنون
دغه ماڼۍ د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې جوړ شوې ده. دغه ماڼۍ په ۲۵۶ زره متره مربع ساحه کې جوړ شوې ده چې ۸۴ متره لوړوالي لري. دغه ودانۍ ۳۰۰۰ خوني لري. دغه ماڼۍ د رومانيا د وروستي کمونست ولسمشر نیکولای جائوشسکو په وخت کې د میلیاردونو ډالرو په مصرفولو او د یوې ښاري سیمي د ویرانولو په نتیجه کې جوړ شوې ده.
په پاریس کې سلطنتي ماڼۍ
دا د فرانسې د ولسمشر د کار کولو میز دی. په پاریس کې د رود تر غاړه د الیزه ماڼۍ د تاریخي او هنري آثارو د یو لوې میوزیم شکل لري. د دې ماڼۍ د زیرزمینۍ دیوالونه هم د اټومي بمب په مقابل کې مقامت لري چې په بحراني شرایطو کې د ولسمشر د قوماندې مرکز وي.
په بغداد کي تیر ایستونکې ماڼۍ
د عراق په پلامېنه بغداد کې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر صدام حسن ماڼۍ د نورو ولسمشرانو د قصرونو په مقابل کې ډیر ساده او کم مصرفه ښکاري، لږترلږه کله چې سړی يې له باندي څخه ویني.
د ایران ماڼۍ
د ایران د پلازمېنې تهران په شمال کې د سعدآباد مجتمع ۱۸ ماڼۍ لري. رضاشاه پهلوي په ۱۹۲۰ میلادي کال کې د دې ماڼۍ د جوړولو امر وکړ. شینه ماڼۍ د رضاشاه پهلوي او د هغه د میرمني د دوبي استوگنځای وو.
د دوحې شانداره ماڼۍ
په دې ماڼۍ کې د قطر هیواد پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني ژوند کوي. هغه د قطر ټولنه د لویدیځ پر لور وهڅوله او په ۱۹۹۶ کال کې یې د الجزیره تلویزوني شبکې اساس کښیښود. په مصر کې د اخوان المسلمین اسلامي سازمان څخه د ملاتړ له امله له لویدیځ سره د دې هیواد واټن ډیر شوی. قطر همدارنگه د ترورستي سازمانونو په ملاتړ تورن دی.
د آکرا ماڼۍ
د گانا اقریقایې هیواد ولسمشر په دغه ماڼۍ کې ژوند کوي. گانا په افریقا کې د ثبات او اقتصادي پرمختگ د نمونې په توگه پيژندل کیږي. دغه هیواد د کاکاو او سرو زرو پراخي سرچينې لري، خو اوس هم د دغه هیواد د ۲۳ میليوني نفوس نیمایې په فقر کې ژوند کوي.
حیرانونکې هنر
ځيني وختونه داسې هنري آثار تر سترگو کیږي چې انسان ورته لاس تر زني پاته کیږي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر، د مکسيکو په پلازمېنه مکسيکو سیتي کې د جمهوري ریاست په ماڼې کې د یوې تابلو ننداره کوي.
خلکو ته نږدې قصر
په برلین کې د «بیلووي ماڼۍ» د آلمان د ولسمشر د اوسیدو او کار ځای دی. دغه سپين رنگه ماڼۍ چې په نئو کلاسیک سبک جوړ شوې ده د شپرۍ د رود تر څنگ قرار لري. دغه دوه پوړیزه ودانۍ په ۱۷۸۶ کال کې جوړه شوې ده. په برلین کې د دوبي د جش په وخت کې ډیر خلک دغې ماڼۍ ته ور ننوځي.