د خولې له بد بويي څرنګه ځان ساتلای سو؟
ښکلې مسکا انسانان مهربان او جذاب ښيي. خو که د يو چا خوله بد بوی لري، نو که يې مسکا هر څومره هم ښکلې وي، ښايي خلک ورڅخه ځان ليري کړي. په دغه انځوريز راپور کي د خولې له بدبوی څخه د ځان ساتلو طريقې زده کړئ:
هيلي ټوسس
د طب په ژبه کي له خولې يا ساه څخه د بد بوی راتللو ته «هيلي ټوسس» ويل کيږي. دغه ناروغي په مناسبه توګه د خولې او غاښو د نظافت د اصولو د نه مراعت کولو تر څنګ د ناسمو عادتونو او ناسم خوراک او څښاک له کبله هم رامنځ ته کيدلای سي.
ژبه
په اکثرو مواردو کي د بد بوی سبب پر ژبه، غاښونو او اوريو موجود باکټېرياوي وي. له همدې کبله بايد څوک هره ورځ خپله ژبه پاکه کړي.
بدبوی له کوم ځايه؟
کله چي انسان خوراک يا څښاک وکړي نو په خوله کي يې موجودي باکټيرياوي د خوراک د پروټينو هغه برخه چي په خوله کي په لږ مقدار لا پاته سوي وي، تجزيه کوي. د بيکټېريا له خوا د خوراکو د تحليل او تجزيې په ترڅ کي ګاز رامنځ ته کيږي چي هغه د خولې د بد بوی سبب ګرځي.
څلور اوزار
د غاښونو د پاکولو له پاره بورس يا مسواک، د ژبي د پاکولو له پاره پلاسټيکي يا فليزي پنر او د غاښونو تر منځ د فاصلو دننه پاکۍ له پاره د پلاسټک يا ورېښمو تار او د غاښونو کريم د خولې د پاکۍ مهم ترين اوزارونه دي.
د غاښونو تر منځ فاصله
هغه څوک چي د غاښونو تر منځ فاصلې لري تر نورو انسانانو بايد لا زيات د خپلو غاښونو خيال وساتي او هغه ښه پاک کړي. مهمه خبره دا ده چي هر ماښام او هر سهار بايد غاښونه پاک کړل سي. د غاښونو د پاکولو معنی دا چي د ټولو غاښونو مخ، شا او ټول اړخونه په دايروي او عمودي شکل په برس پاک سي.
له ډاکټر سره مشوره
که له څه مودې مسلسل غاښونو پاکولو سره سره بيا هم خوله بد بوی کوي، نو په کار ده چي د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وسي. په ځينو مواردو کي د خولې بوی د نورو ناروغيو د شتون عامل هم کيدلای سي.
د خولې وچوالی
د وچي خولې ناروغۍ ته Xerostomia ويل کيږي. په دغه ناروغۍ د اخته انسانانو په خوله کي د ناړو توليد کميږي. د ناړو د نه شتون له کبله په خوله کي باکټيرياوي زياتي او د بد بوی سبب ګرځي. ځيني هغه انسانان چي صرف د خولې له خوا سا اخلي هم يې د خولې د وچېدو لامل کيدلای سي.
د ماشومانو ښه تربيه
ماشومانو ته بايد له وړکتوب څخه لا د غاښونو د پاکولو او په سمه او مناسبه توګه د پاکولو طريقه او عادت ور وښودل سي. ماشومانو ته بايد وښودل سي چي زيات خواږه شيان و نه خوري او که يې خوري نو بايد وروسته خوله او غاښونه سم پاک کړي، چي غاښونه يې زيانمن نه سي. د خوږو شيانو پاته شوي د غاښونو د تورېدو او په اصطلاح د «چينجن» کيدو سبب کيږي.
ژاولي
که يو څوک له کوره وتلی وي او د خولې او غاښونو د پاکولو امکان نه لري نو کولای سي چي داسي ژاوله چي خوږه نه وي، وژويي. خو يوازي د ژاولو ژول د بورس يا مسواک په شان د غاښونو پاکولو ځای نه سي نيولای.
روغتيا ته مناسبه غذا خوړول
د تازه ميوو او سابه يا سبزيجاتو د خوړلو له کبله غاښونه او اورۍ روغ پاتيږي. هڅه بايد دا وي چي د ورځني خوراک زياته برخه تازه ميوې او سبزيجات وي. د دې تر څنګ بايد څوک حد اقل د ورځي۱۰ ګلاسه پاکي اوبه وڅښي.