د ذهني یا عصبي فشار نخښې کومې دي؟
کارپوهان وايي چې ذهني فشار د انسان د تفکر وړتیا، احساس، عاطفې او جسمي روغتیا ته هم زیان لري. خو پوښتنه دا ده چې د ذهني فشار نخښې کومې دي؟ په دې انځوریز البوم کې ځینو ته یې کتنه شوې.
د لوږې کمښت یا هیڅ لوږه نه لرل
ډیری وخت د ډیرې ستړیا احساس درلودل
د سر شدید دردونه
د نس او یا د ملا په برخه کې دوامداره دردونه
د بدن په ډیرو برخو کې د دردونو احساس
د زړه د ضربان چټکتیا
شپه په ویښه تیرول یا د شپې خوب نه لرل
بې وخته زکام او ټوخی
له جماع (سیکس) سره کمه علاقه
د ویرې یا ډار احساس پیدا کول
د بدن په ځینو برخو یا پر مخ باندې د دانو یا بخارونو ناڅاپه را څرګندیدل
د رواني فشار یا ډپریشن او یا هم د بې راحتۍ احساس درلودل
انځورونه
1 | 12انځورونه