د روغتيا نړيوال سازمان له بلې وبا هم خبرداری ورکړ
۱۳۹۹ دی ۷, یکشنبهد کرونا جاري بحران د روغتيا د نړيوالې ادارې د مشر، تېدروس ادهانوم غيبريسوس، په نظر وروستۍ وبا نه ده. دغه خبره له تاريخ څخه جوتيږي، وبايي ناروغۍ د ژوند يو واقعيت دی، دغه خبره تېدروس په يوه ويډيويي پيغام کې د پانديمي د مخنيوي په نړيواله ورځ وکړه چې په لومړي ځل لمانځل کيږي.
«د وارخطايۍ او غفلت يوه حلقه»
د تېدروس په خبره د کرونا پانديمي کومه د حيرانتيا وړ خبره نه وه، ځکه چې په تېرو کلونو کې په تکرار سره له دغه ډول يوه امکان څخه خبرداری ورکړل شوی وو. اوس بايد د تېدروس په اند بشر ورڅخه پند واخلي. دا ځکه چې د ډېرې اوږدې مودې راهيسې نړۍ «د وارخطايۍ او غفلت په يوه حلقه» کې هلې ځلې کړې دي.
د هغه په وينا «په خطرناک ډول يو لنډ لرليد» دی چې يوازې د اوسنيو ناروغيو د راټوکېدو پر وړاندې پيسې مصرفې شي، د دې پر ځای چې راتلونکو خطرونو ته چمتووالی ونيول شي. د روغتيا په سيستمونو کې د حکومتونو او ټولنې په ملاتړ زياته پانګونه کولی شي دا تاثير ولري چې «زموږ ماشومانو او د هغوی ماشومانو ته يوه ډاډمنه، مقاومه او پايداره نړۍ په ميراث پاتې شي.»
د اقليم او ژويو ساتنه د روغتيا د ژغورنې په پار
د تېدروس په وينا ټولې هغه هڅې چې هدف يې په نړۍ کې د روغتيايي وضعيت ښه کول دي، له ماتې سره مخامخ کيږي، تر هغه پورې چې انسانان د اقليم د بدلون او د حيواناتو د ساتنې غم ونه خوري. د تېدروس د څرګندونو له مخې دغې پانديمۍ اوس د انسانانو، ژويو او د ځمکې د کُرې د بهبود او روغتيا تر منځ تړاو راپه ګوته کړی دی.
ww/sti/ن ص/ ا ا
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: