د روغتيا نړيوال سازمان: ښځي تر نارينه وو اوږد عمر لري
۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعهد روغتيا نړيوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په ژنيو کي اعلان وکړ چي په متوسطه توگه هغه نجوني چي په ۲۰۱۹م کال کي زېږېدلي دي د هغو هلکانو په پرتله چي په دغه کال کي زېږېدلي دي ۴،۴ کاله به ډېر عمر ولري.
دغه آمار د روغتيا نړيوالي ورځي په وياړ چي د اپريل مياشتي پر ۷ نېټه ده، خپاره سوي دي.
دغه سازمان ويلي دي چي د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په اوسط ډول د ټولو انسانانو عمر له ۶۶،۵ څخه ۷۲ کالو ته رسېدلی دی او په دې سره ۵،۵ کلونه ډير سوی دی.
د عمر د ډيريدو يو دليل دا بلل سوی دی چي په ډيرو هيوادونو کي طبي امکاناتو ته لاسرسی ښه سوی دی. د روغتيا نړيوال سازمان د راپور له مخي په اوسط ډول هغه نجوني چي په ۲۰۱۹م کال کي زېږېدلي دي ۷۴،۲ او هلکان به ۶۹،۸ کاله عمر ولري.
د دغه سازمان په خبره د ښځو عمر د زياتېدو دليل طبيعي او ټولنيز عوامل دي. په دې سره نو ښځي په اغلب گومان خپلي روغتيا ته تر نارينه وو ډير پام کوي او د بېلگې په توگه تر حد زيات الکولي مشروباتو کارولو څخه پرهيز کوي. پر دې سربيره ښځي تر نارينه وو زيات له طبي مرستو څخه کټه اخلي.
د ياد سازمان په خبره د هغو نارينه وو شمېر تر ښځو زيات دی چي په غيرطبيعي توگه مري. د بېلگې په توگه ځان وژنه په نارينه وو کي تر ښځو په سلو کي ۷۵ سلنه زياته ده.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي تر پنځلس کلنۍ وروسته په ترافيکي پيښو کي د نارينه وو د مړيني سلنه تر ښځو دوه برابره زیاته ده.
me/af/N.Z (epd)
زموږ له ارشيف څخه: