د ریزش په هکله لس ناسم باورونه
پر ریزش د اخته کيدو،لاملونه او تر وړاندې يې د مقابلې لارو چارو په هکله بیلا بيل باورونه دود دي، چې ځينې يې سم او ځينې ناسم دي. ورڅخه هغه لس مهم باورونه دلته وپېژنئ:
د سړو او ریزش تر منځ اړيکه
ځيني کسان په دې باور دي چې ساړه د ریزش سبب کيږې. له کوره په لمدو ویښتانو سره بهر ته نه تګ او يا د تودو جامو اغوستل، هغه خبري دي چې د ډيرو کسانو غوږونه ورسره بلد دي. خو ریزش يوازې د سړو له کبله نه وي. ريزش په اصل کې د انسان بدن ته د ويروس د لیږد له وجې رامنځ ته کيږې.خو ساړه کولې شي د انسان د بدن د دفاعي سيستم پر کمزوره کولو باندې اغيز ولري او بدن يې ويروس ژر جذب کړي.
د استرس اغیز
کله چې يو کس په پرله پسې ډول د استرس يا فشار سره مخ وي، د هغه د بدن دفاعي سيستم هم تر اغيز لاندې راځي او کمزوره کيږي. دوامداره استرس سبب کيږي، چې په بدن کې د استرس په ځواب کې کورتيزول سنتز شي. د دغه ترشح يوه پايله د بدن دفاعی سیستم کمزورتيا ده، چې په پايله کې بدن ويروسي ناروغيو باندې اخته کيږې.
د آنتیبیوتیکو اغيز
انتي بيوتيک يوازي له باکترياو سره په مقابله کي اغیزمن دي. لکه څرنګه چې د ریزش ناورغئ ډير کله ويروسي وي،نو د انتي بیوتیکو مصرف به يې په درملنه کې اغيز ونه کړي.که چيرې کوم کس د ریزش په سختو التهابي باکترياو باندې اخته وی،نو د انتی بيوتیکو درمل بیا کولې شی اغيزمن وقع شي.
د ريزش واکسن
له واکسنو څخه کار اخيستل بدن يوازي د يو شمير معلومو او پېژندل شوو ويروسونو تر وړاندی ساتي او سل په سلو کي د هغه کس په ريزش د اخته کیدلو مخه نه نیسې. د ریزش واکسنو اغيز محدود دی او کول يې هر کال په يوه خاصه موده کې بیا تر سره کيږې. باید په پام کې ولرو چې ریزش او انفلونزا په لسونو ډولونه لري او موجوده واکسن يوازي د ریزش د معلومو ویروسونو تر وړاندې مصونيئت لري.
پزه سوڼل يا "پورته کش کول"
کله چې ناروغه کس په ډير شدت سره خپله پزه سوڼې نو د ستونې او پزې په برخو کي ډير فشار رامنځ ته کيږې چې ويروسونه د پزي په دغه برخو کي ننوزي او د التهابونو د زیاتوالی او سينوزیت سبب کيږې. پورته کش کول يې کولې شي ښه اغیز وکړي.
پرنجی وهل
لکه هغسې چې د ريرش او انفلونزا د ويروسونو ډيرې ډولونه، له نږدي تماس څخه خپريږي، کله چې پرنجی وهلو کي لاس خولې ته نيول کيږي او بيا د لاسونو نه مينځلو په حالت کي د ويروس خپريدلو له پاره خطرناکه لار ده. د دغي لیږد د مخ نيوي له پاره سپارښتنه کيږي چې لاسونه په پرله پسي ډول ومينځل شي او يا د عفوني ضد موادو څخه کار واخیستل شي. بله اغیزمنه لار يې د پرنجې وهلو په وخت کي لستوڼې خولې ته ونيول شي.
ښکلول منع
هغه کسان چې په ريزش اخته وی ښه دا ده چې له ښکلولو ډه ډه وکړي. د ريزش او انفلونزا ويروس د مايع څاڅکو له لاري له يو کس څخه بل ته ليږديږې، په خاصه توګه د ټوخي، پرنجي او ښکلولو له لارې.
د ویتامین سي اغيز
دا چې د ويټامين سي ډير مصرف پر ريزش د اخته کيدلو مخه نيسې، يو دود شوی خو ناسم باور دی. ځيني څيړنو ښودلي چې د ويټامين سي ډير مصرف په ځينو حالاتو کي کولای شي د ريزش د ناروغۍ موده لږ څه راکمه او بدن لږ پياوړی کړي.
له ورزش څخه ډه ډه
.د ريزش پر مهال بدن د ويروسونو تر وړاندې د مقابلې له پاره پوره ارامۍ ته اړتيا لري. لکه هغسي چې ورزش او بدني فعالیعتونه د انسان ډير ځواک له منخه وړي او پر بدن فشار راوړي، نو د بيرته رغيدلو له پاره وخت به هم ډير ورو پر مخ ولاړ شي.
سونا /ساونا ته ورتګ
له ريزش څخه تر مخه سونا او حمام ته په پرله پسې ډول ورتګ کولی شي په مخ نيوي کې اغيز ولري او په بدن کې د مقاومت وړتيا زياته کړي. په ريزش د اخته کيدلو وخت کې سپارښتنه کيږي چې سونا ته له ورتګ څخه ډه ډه وشي.دغه ډول تصور چې ګواکي د خوله کيدلو له لاري کولې شو ویروسونه له بدنه وباسو، ناسمه انګيرنه ده.
د ستوني درد له پاره تودو شپدو سره شات
کله چې مو د ستونې او مرۍ په برخه کې وچوالې حس کړ، نو تود څښاک کولی شي رغونکي اغیز ولري. د مالګې په اوبو سره غر غره کول او د بابونې چاي هم ډير ښه اغیز لري. د تودو شيدو سره شات هم مرسته کولای شي.