د سرطان نړيواله ورځ؛ د مخنيو او درملني په اړه یې بحثونه
له ۲۰۰۶م کال راهيسي د فيبروري مياشتي په څلورمه، هر کال د «سرطان نړيواله» ورځ لمانځل کيږي. په دغه ورځ د دغي ناروغۍ په برخه کي د نوو څېړنو او د هغې د نوو درملنو په اړه بحثونه کيږي.
سيگريټ مه څکوئ
سيگريټ مه څکوئ. له تنباکو څکولو او ژوولو څخه پرهيز وکړئ. په هغو ځايونو کي ژوند يا و اوسيږئ چي د سگريټو له دوده پاک وي. د سيگريټو د دود غير مستقيم تنفس، په سرطان ناروغۍ د اخته کيدو په مهمو لاملونو کې راځي.
د چاغښت مخنيوی وکړئ
کوښښ وکړی چي طبيعي وزن ولرئ. نوي څېړني ښيي چي ډير وزن په سرطان ناروغۍ د اخته کيدو خطر زياتوي.
بدني فعالیت ولرئ
هره ورځ ډير بدني فعالیت ولرئ. هرڅوک چي ډير پر پښو گرځي او د ورځي ډير پياده مزل کوي، يوازي ځان ته خوښي نه وربخښي، بلکي د سرطان ناروغۍ د پيدا کېدو خطر لږوي. ښه به وي چي په اوونۍ کي درې واري ۳۰ دقيقې وځغلی نه دا چي دوه واري دوه ساعته.
تر څو چي کولای سئ دغه ميوې او سابه وخورئ
سالمه تغذيه هيره نه کړئ. په ورځ کي پنځه واري مو په خپلو خوړو کي ميوو، سابو او ډول ډول حبوباتو ته ځای ورکړئ. له سرې کړي غوښي څخه پرهيز وکړئ او هغه څښاک چي ډيره بوره لري ترې ډده وکړئ.
خوندور انتي اکسيدانونه د سرطان دښمن
څېړنو ښوولې ده چي د سرطان ناروغۍ په مخنيوي کي ويتامين سي ډير گټور دي.
د ويټامين ډي کمښت ډير جدي ونيسئ
څېړونکو موندلې ده چي په بدن کي د ويټامين ډې کمښت د سرطان ناروغۍ په ځانگړې توگه د تي او پروستات سرطان له پرمختگ سره مرسته وکړي. د بدن ويټامين ډې ته د لمر وړانگي اړيني دي. خو دغه ويټامين په داسي غذاي موادو لکه کب او چرگ په غوښو کي هم سته.
لمر ته ځان لڅول
د لمر لږ وړانگي تاسو ته تاوان نه رسوي او پرهيز هم مه ترې کوئ. خو لمر ته له حمام کولو څخه ډده وکړئ. په ځانگړې توگه کوچنيان لمر ته ډېر مه پرېږدئ.
کنترول هيڅ وخت تاوان نه لري
د سرطان ناروغۍ ژر تشخيص د دغي ناروغۍ د درملني تر ټولو مهم لامل دئ. پر وخت کنترول کولای سي تر سرطان وړاندي مراحل تشخيص کړي او درملنه ئې وسي. هر څومره ژر چي سرطان تشخيص سي هغومره ژر يې درملنه کيدای سي.
خپله د ځان طبيب و اوسئ
په جرمني کي د ۵۰ او ۶۹ کلونو ترمنځ ښځو له پاره د ماموگرافي کتنه وړيا ده او هر دوه کاله يووار کيږي. خو طبيبان ښځو ته توصيه کوي چي هر دوه کاله وروسته د تي سرطان کتني ته معطله نه سي، بلکي پخپله هم هر وخت پر ځان پام وکړي چي که يې په تي کي سخت والی احساس کړي ژر ډاکټر ته مراجعه وکړي.
سرطان کيدای سي ويروسي منشا ولري
ځيني ويروسونه او باکترياوي کيدای سي په سرطان ناروغۍ له اخته کېدو سره مرسته وکړي. هپاتيت ب يوه له هغو ناروغيو څخه ده چي د يني سرطان لامل گرځيدلای سي. ځکه نو ډاکتران د کوچنيانو او زړو خلکو د واکسين کولو لارښوونه کوي.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو په حواله په سرطان ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډير سوی دی. په ۲۰۱۸م کال کي په دغي ناروغۍ ۱۸ ميليونه او ۱۰۰ زره کسان اخته ول. د دغو کسانو ډيری د سږو، کولمې او معدې، ينې او تي (سينې) په سرطان اخته ول. په نړۍ کي يو ميليون ۸۰۰ زره کسان د سږي له سرطانه مړه سوي دي. د کولمې سرطان قربانيان ۸۸۱ زره کسان دي، د معدې ۷۸۳ زره، د ينې ۷۸۲ زره او د تي د سرطان قربانيان ۶۲۷ زره کسان ول.