د سوات د منګلور سیمي اوسېدونکي زده کړي غواړي
د سوات منګلور سیمه چې د مینګوري په اووه کیلومترۍ کي پرته ده، ۴۵ زره نفوس لري. د ښونځیو زده کوونکو له حکومت څخه د تعلیم د بوديجې د ډیرولو په اړه یو سوله ییز لاریون تر سره کړ.
د پاکستان په تاریخ کې په لومړي وار د سوات د منګلور سیمې نزدې دوو زرو زده کوونکو، په کورنۍ بوديجه کې د تعلیم له پارده د ډیري برخي د ځانګړې کیدو په تړاو یو لاریون وکړ. په دغه لاریون کې غیر دولتي سازمانونو، سیاسي مشرانو، استادانو او د زده کوونکو میند او پلرونو ګډون کړی وو.
د منګلور ټول نفوس ۴۵ زره تنه دی. د دغه هیواد د تعلیم او تربیې وزارت د وینا له مخې په منګلور کې د سواد کچه ۶۵ سلنه ده، چې ۷۰ سلنه یې هلکان او پنځوس سلنه یې نجوني دي.
په ښوونځیو کې د بنسټیزو اړتیاوو لکه د څښاک د پاکو اوبو، تشنابونو او د استادانو کمښت لیدل کیږي. د سختې ګرمۍ په موسم کې په یوه صنف کې د ۸۰ څخه تر ۱۲۰ تنو پوري زده کوونکي، زده کړې کوي.
په منګلور کې د هلکانو یوه لیسه او دوه ابتدایي ښوونځی شته او دغه راز د نجونو له پاره هم یوه لیسه او دوه ابتدایي ښوونځی شته.
د منګلور په حکومتي ښوونځيو کې د هلکانو او نجونو شمیر ډیر دی خو په ښوونځیو کې د ټولگيو شمیر د هغوی له پاره بسنه نه کوي.
د منګلور په لیسه کې د ۱۶۰۰ نجونو له پاره یوازي اته ټولگي دي او د ابتدایه ښوونځي نجوني تر غرمې وروسته ښوونځي ته ځي. په دغه شعار کې لیکل شوي: «د آیالت ښاغلې لومړی وزیره، آیا ستاسې لمسيان هم په دولتي ښوونځيو کې زده کړې کوي؟»
پروفیسر او لیکوال عطا الرحمان، وایي چې د ماشومانو دغه لاریون ټولي نړۍ ته دا پیغام استولی دی، چې د سوات خلک باشعوره دي او له تعلیم سره مینه لري او د پرمختللو هیوادونو په څیر دلته هم له زده کړو سره لیوالتیا ډیره ده.
د یوه غیر دولتي سازمان مشر جواد احمد وایي، چې د پاکستان په اساسي قانون کې د اتلسمې مادې د ترمیم په ترڅ کې چې د زده کړو له پاره کوم پروګرام جوړ شوی وو، د درو کلنو تر تیریدو وروسته يې هم عملي بڼه نه ده خپله کړې، وړیا تعلیم د هر وګړي حق دی.
د چارو د شنونکو په خبره د زرونو ماشومانو دغه لاریون وسله والو افراطیانو ته پرانیستی پیغام دی، چې ښوونځی، بریښنا، صنفونه وي که نه، دوی به خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
څو کاله تر مخه، کله چې سوات د طالبانو په ولکه کې وو، نزدې اته سوه تعلیمي ادارې په بمونو الوزول شوې وې او د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی وو.
د منګلور په سیمه کي چي د سوات د مرکز مینګورې په اووه کیلومترۍ کي پرته ده، پکښې د بودايي مهذب لرغوني آثار هم شته. د جهان آباد په سیمه کې د بودا دغه مجسمه د هغه ښکاروندوي کوي.