د شطرنج یوه دانه په څه کم یو میلیون ډالر وپلورل شوه
۱۳۹۸ تیر ۱۲, چهارشنبهاعلان
د شطرنج دغه درې نیم اینچه مهره د سه شنبې په ورځ په لندن کې د یوه لیلام په ترڅ کې د یوه نامعلوم پیریدونکي له خوا راونیول شوه.
دغه دانه د «لویس شطرنج» پورې تړاو لري چې د «نارسې جنګیالیو» په بڼه جوړه شوې ده. د شطرنج دغه دانې په ۱۲مه ميلادي پیړۍ کې د سمندري فیلانو له عاج څخه جوړې شوې دي.
په ۱۸۳۱م کال کې سکاتلند په لویس جزیره کې د شطرنج د دغو مهرو یوه مجموعه وموندل شوه. په موندل شویو دانو کې د درو شطرنج تختو دانې موجودې وې، خو له ډلې څخه یې یوازې پنځه دانې ورکې وې.
تازه لیلام شوې مهره د هغو ورکو دانو له ډلې څخه لومړی موندلې شوې ټوټه ده. هغه په ۱۹۶۴م کال کې په سکاتلند کې د یوه کس له خوا یوازې په څو ډالره رانیول شوې وه او بیا وروسته د هغه کورنۍ ته په میراث پاتې وه.
(ms/nz (ap