د عراق د ماشومانو په څیرو کې د جگړې نخښې
د عراق د ماشومانو د بې وزلۍ او ناهيلي توب په هکله کیدای شي ډیر څه ولیکل شي. خو کله نا کله یو انځور داسې یو حکایت بیانوي چې په کلام کې نه شي رانغښتل کیدای.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
په سنجار کې د ایزدي ښځو انځور. یوه عراقۍ پیشمرگه، له هغوی سره خبري کوي. په زرونو ایزدي میرمنو له داعش څخه د خپل ځان ژغورولو له پاره خپل کور او هر څه پریښي دي او دښتو ته یې پناه وړې ده. انځور د رویټرز، دی چې د ۲۰۱۴م کال په اگست میاشتې کې اخیستل شوی دی.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
په عراق کې ډیر شمیر ښوونځي رخصت کړی شوي دي. ډیر شمیر ډلو د عراقي ماشومانو د سواد د زده کړې او مرستو هوډ کړی. په انځور کې په بغداد کې عراق ماشومان ښکاري چې د کتاب قلم او نورې مرستې یې ترلاسه کړي دي. انځور د ۲۰۱۵م کال دی.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
د موصل ماشومان. انځور د دویچله د خبریال دی او د ۲۰۱۵م کال په جون کې اخیستل شوی دی.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
د عراق په شمال کې د پناه غوښتونکو یو کمپ. دوی د داعش، له لوري دغه ځای ته راکډه شوي دي. عکس د رویټرز خبري آژانس دی او د ۲۰۱۶م کال د جون په ۱۷ اخیستل شوی دی.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
هغه ماشومان چې کومه سرپناه نه لري. دوی د کربلا په سیمه کې په یوه موټر کې سپاره دي. انځور د ۲۰۱۴م کال د جنورۍ میاشتې دی.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش څخه ایزدي کورنۍ د سوریې د پولې پر لور د تيښتې په حال کې دي. انځور د ۲۰۱۴م کال د اگست میاشتې دی.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
په اربیل کې عراقي ماشومان. دغه انځور له اربیل څخه ۴۰ کیلومتره وړاندې د ملگرو ملتونو له پاره د کډوالو د یوه کمپ دی. انځور د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې دی.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
دغه انځور په موصل کې اخیستل شوی دی. دغه ماشومان هم له داعش له ویرې له خپلو کورنیو سره راتښتیدلي دي. اربیل د ۲۰۱۴م د جون ۱۲مه.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
د سنجار غرونه. ایزدي کورنیو د خپل ځان د ژغورنې له پاره خپل کورونه پریښي دي او هڅه کوي د سوریې پولې ته ورسیږي. د ۲۰۱۴م کال د اگست لسمه.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
ایزدي میرمني او ماشومان له سنجار څخه د تیښتې په حال کې. د ۲۰۱۴م کال د اگست ۱۳، رویټرز.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
بغداد. د ۲۰۱۴م کال د جنورۍ ۳۰مه. په انځور کې ماشوم او هغه ویجاړۍ لیدل کیږي چې د یوه موټربم د چاودنې په پایله کې رامنځ ته شوي دي. دغه کور د یوه بازار تر څنگ وو. چاودنې د شپږو کسانو ژوند هم اخیستی وو.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
دغه انځور د فرانسې په دونکیرشن، کې د مهاجرو په یوه کمپ کې د یوه عراقي کردي ماشوم دی. رویټرز د مارچ اتمه ۲۰۱۶م کال.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
د عراق په شمال کې د مهاجرو په یوه کمپ کې یوه عراقۍ نجلۍ. د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشت.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
د بصرې ماشومان چې په یوه ویجاړ شوي ټانک کې لوبې کوي. دغه ټانک د عراقي ځواکونو دی چې د بصرې د ۲۰۰۳ د جگړې پر مهال همدلته پاتې شوی دی.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
په انځور کې لیدل کیږي چې یو ایزدي ماشوم په لاس کې یوه گولۍ ډوډۍ لري او د سوریې د پولې پر لور درومي. انځور د ۲۰۱۴م کال د اگست میاشتې د یوولسمې نیټې دی. لږ تر لږه ۲۰ کسانو د کردي پیشمرگه په مرسته ځانونه د سوریې پولې ته ورسول.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
د سوریې پولې ته تر تیښتې وروسته ایزدي احتجاج کوونکي. هغوی امن لرونکو سیمو ته لیږدولو غوښتنه کوله. انځور د ۲۰۱۴م کال د اگست میاشتې د ۱۳مې نېټې دی.
د عراق ماشومان، د یوه انځور ناویل شوې خبرې
د چای تیاریدو په انتظار. هغوی د خپل ځان د ژغورلو له پاره دغو غرونو ته پناه یوړه. د ۲۰۱۴م کال د اگست ۲۳مه.