د نړۍ اته تر ټولو شتمن وګړي
اکسفام په خپل تازه رپوټ کې لیکلي دي چې اته تر ټولو شتمن وګړي د نړۍ تر نیمایي نفوس ډیرې پیسې لري. په نوي رپوټ کې د ثروت غیر عادلانه ویش ته اشاره شوې ده.دغه شتمن اته تنه څوک دي او څومره پیسې لري؟
بیل ګیتس
د مایکروسافت شرکت بنسټ ایښودونکی بیل کیتست د نړۍ تر تولو شتمن وګړی دی. هغه د فاربس مجلې په حواله په ۲۰۱۶ کال کې ۷۵ میلیارده ډالر لرل او اوس یې ارزښت ۷۵ میلیارده ډالرو ته رسیږي.
امانسیو اورتګا
دغه هسپانیایي ۸۰ کلن سوداګر د مود او فیشن په صنعت کې په کار بوخت دی. هغه په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ دویم تر ټولو شتمن کس نومول شوی وو او ۶۷ میلیارده ډالر یې لرل.
وارن بفت
د بیرکشیر هاتوي، شرکت دغه امریکایي مشر اوس ۶۰ میلیارده ډالر سرمایه لري. هغه ژمنه کړې ده چې تر مړینې وروسته به یې ډیرې پیسې مرستندویه سازمانونو ته ورکړي.
کارلوس سلیم هولو
دغه ۷۶ کلن مکسیکویي پانګوال ۵۰ میلیارده ډالر سرمایه لري او د نړۍ څلورم تر ټولو شتمن کس دي. هغه د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د دونالد ترمپ تر بریا وروسته یوازې په څلورو وروځو کې شاوخوا ۵ میلیارده ډالر تاوان وکړ.
جیف بینوز
د امازون شرکت رییس دی او په ۵۳ کلنۍ کې ۴۵،۲ میلیارده ډالر لري. دغه سوداګر هم د امریکا متحده ایالاتو تبعه دی او ډیر وخت د تکنالوژي په برخه کې پانګونه کوي.
مارک زکربرګ
که له فیسبوکه کار اخلئ نو پوه شئ چې دغه کس دا پاڼه رامنځ ته کړې ده. هغه له دې کار سره نه یوازې په میلیونو کسان یو بل ته نزدې کړې دي، بلکې د ځان له پاره یې ۴۴،۶ میلیاده ډالر سرمایه هم ګټلې ده. هغه دومره پیسې یوازې په ۳۲ کلنۍ کې ګټلې دي.
لري الیسون
هغه د اورکل په نوم شرکت بنسټ ایښودونکی دی چې د سرورونو یا معلوماتو د حافظې په برخه کې فعالیت کوي. په زړه پورې خبره خو دا ده چې دغه امریکایي پانګوال پیلوټ هم دې او پخپله دوه پوځي جټ الوتکې لري. د هغه دارایي ۴۳،۶ میلیارده ده.
مایکل بلومبرګ
هغه تر دې مخکې د نیویارک ښاروال هم پاتې شوی دی. داسې هم انګیرل کیدل چې هغه به پخپله هم ولسمشریز نوماند شي. هغه ۴۰ میلیارده ډالر لري.
نوټ: د دغو کسانو د شتمنۍ په اړه معلومات له فاربس مجلې څخه اخیستل شوي دي چې هر کال د تر ټولو شتمنو کسانو نوملړ خپروي. خو یو شمیر کارپوهان بیا په دې اند دي چې دغه کسان دومره پیسې نه لري ځکه ډیر وخت سوداګر د دې له پاره چې خپل مالي اعتبار لوړ کړي خپله شتمنۍ او ګټه لوړه ښيي.