د نړۍ تر ټولو خوشاله هيوادونه کوم دي؟ انځوريز راپور
فنلند په څلورم کال پرله پسې د نړۍ تر تولو خوشال هیواد ټاکل سوی دی. دا چي د نړۍ نور تر ټولو خوشاله هيوادونه کوم دي او افغانستان او ګاونډي هيوادونه يې پر کوم مقام دي، دلته يې ولولئ:
فنلند
د ۲۰۲۰م کال «د خوشالۍ نړيوال راپور» له مخي، فنلند د ارزول سوو ۹۵ هيوادونو څخه په نړۍ کي تر ټولو خوشال هيواد دی. دغه هيواد په پرله پسې څلورم کال د نړۍ د تر ټولو خوشالو هيوادونو په سر کي ځای مومي. د راپور له مخي د نړۍ تر ټولو بختور کسان په دغه هيواد کي ژوند کوي. د اروپا په شمال کي واقع دغه هيواد ښيي چي خوشالي صرف د اقتصاد سره تړلی څيز نه دی.
ایسلند
دغه هيواد د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ کال پوري په پرله پسې توګه د نړۍ تر ټولو خوشال څلورم هيواد وو. خو د ۲۰۲۰م کال د راپور له مخي دغه هيواد ته اوس دويم مقام ورکړل سوی دی. دغه راپور د اقتصادي پرمختګ، د ژوند په هکله هيلو، اجتماعي مرستو او په ژوند کي د بيلو امکاناتو له پاره د آزاد انتخاب لرلو پر ارزښتونو جوړيږي.
سکانديناوي هيوادونه
د ۲۰۱۹م کال په پرتله د ۲۰۲۰م کال دغه راپور د کرونا پاندمي په جریان کي جوړ سوی دی. په دغه کال د انسانانو پر ژوند کرونا زیات اغېز درلود. په دغه ليست کي پر دريم او شپږم مقام راغلي هيوادونه هم د فنلند په شان د سکانديناويا هيوادونه دي. ډنمارک پر دریم او سوېډن پر شپږم مقام راغلي دي.
سويس، هالنډ او اتريش
په دغه ليسټ کي سويس (انځور) پر څلورم مقام، هالنډ پنځم مقام او اتريش پر لسم نمبر راغلي درې نور اروپايي هيوادونه دي.
آلمان
د ۲۰۱۷م څخه تر ۲۰۱۹م کاله پوري آلمان ته د خوشال هيوادونو په دغه ليست کي ۱۱ مقام ورکړل سوی وو. خو په نوي ليست کي دغه هيواد ۷ مقام ته راپورته سوی دی.
نیوزیلند
د نړۍ په تر ټولو خوشاله لسو هيوادونو کي د نيوزيلند هم شامل دی. دغه هيواد چي پر نهم مقام راغلی دی، يوازنی هيواد دی چي په اروپا کي نه دی واقع. نيوزيلند يو له هغو کمو هيوادونو څخه دی چي کرونا پاندمي يې تر کنټرول لاندي راوستلې.
اسرائیل
په منځني ختيځ کي اسرائيل يوازنی هيواد دی چي د نړۍ د تر ټولو خوشاله هیوادونو په ليست کي په لومړيو شلو مقامونو کي قرار لري. دغه هيواد له مخکني ۱۲ مقام څخه و ۱۱ مقام ته راپورته سوی دی.
آستراليا
آستراليا د خوشبختو هيوادونو په ليست کي ۱۲م ځای لري.
امريکا متحده ايالات
امريکا متحده ايالات په دغه ليست کي ۱۴ مقام لري. دغه هيواد مخکي پر ۱۶ مقام وو.
کاناډا
کاناډا په مخکني ليست کي پر ۵ مقام وو. خو په تازه ليست کي دغه هيواد ۱۵ مقام ته راټيټ سوی دی.
سعودي عربستان
سعودي عربستان تر فرانسې وروسته ۲۱ ځای نیولی. دغه هيواد په مخکنۍ ارزونه کي ۲۵م وو.
پاکستان
پاکستان ته د نړۍ د تر ټولو خوشبخته هيوادونو په ليست کي هيڅ ځای نه دی ورکول سوی.
افغانستان
افغانستان د نړۍ د تر ټولو خوشبخته هيوادونو په ليست کي هيڅ ځای نه دی ورکړل سوی. د مخکنيو ارزونو له مخي افغانستان په نړۍ کي تر ټولو غمجن هيواد دی.
ایران
ايران چي د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کالونو تر منځ په ارزونه کي ۷۷م ځای درلود، په تازه ارزونه کي ۹۵ مقام ته راټيټ سوی دی. دا مقام د خوشبختو هيوادونو د ليست تر ټولو لاندنی مقام دی. البته د ايران ګاونډي هيوادونه لکه پاکستان او افغانستان له سره په دغه ليست کي ځای نه لري.