د نړۍ تر ټولو گران ښارونه کوم دي؟
د انگولا پلازمېنه لوواندا نور د خارجیانو له پاره د نړۍ تر ټولو گران ښار نه دی. په دغه درجه بندۍ کي له لیري ختیځ څخه یو ښار لومړی مقام گټلی. آلماني ښارونه په ډیرو گرانو ښارونو کي نه راځي.
گټونکی ښار
د بهرنيانو له پاره تر ټولو گران ښار هانگ کانگ دی. د بریتانيا دغه پخوانۍ مستعمره له ۱۹۹۷م کال راهیسي د چین د اولسي جمهوریت یوه برخه گرځیدلې ده. هانگ کانگ د «خوشبویه بندر» په معنی دی چی د نړیوال مارکیټ له پاره یو له مهمو ځایونو څخه شمیرل کیږي. له همدې کبله په نوموړي ځای کی د بانکونو د څانگي بهرني کارکوونکي اوسیږي، ځکه یوازي هغوی کولای سي ددغه ځای د «مرغلرو د رود» پر شاوخوا ژوند وکي.
دوهم ځای ته راکښته کیدل
د میرسیر کمپنۍ مشاورینو په خپله وروستۍ درجه بندي کي د انگولا پلازمېنه لوواندا ته لومړی ځای ورکړی وو. اوس دغه ښار دوهم ځای ته راکښته سوی دی. د هغه علت د قیمتونو د سطحې لوړوالی دی. انگولا زیاتره خپله گټه د اومو موادو تر ټولو د مخه د تیلو له صادراتو څخه په لاس راوړي. د اړتيا نور ټول شیان باید له دباندي څخه وارد کړي او د هغو له پاره پیسو ته اړتیا سته.
دریم ځای په اروپا کی تر ټولو گران ښار
څوریخ په اروپا کي تر ټولو گران ښار دی. د بانکونو په دغه لوی مرکز کی هر څوک ژوند نه سي کولای. د سویس په تر ټولو لویو ښارونو کي د ۴۰۰ زرو په شاوخوا کي انسانان اوسیږي. څوریخ نه یوازي دا چي گران دی، بلکي د ژوندانه کیفیت هم پکښي ډیر لوړ دی.
د لوړي پیسې له امله پورته مقام
د جاپان پلازمینه توکیو بیا د خپل پولي واحد «ین» ارزښت د پورته کیدو له امله د میرسر کمپنۍ په ليست کي په یووار له یوولسم مقام څخه پنځم مقام ته پورته سو. قوی پیسه د خارجیانو له پاره په دې معنی ده چی هغوی باید د تیر کال په پرتله ډیر ډالر، پونډ او یورو کرايې او یا هم ډوډۍ ته ورکړي. خو بیا هم په دغه نهه میلیوني ښار کي هیڅ وخت ژوند کول ارزانه نه وو.
د کښتي پیسو له امله کښته مقام
برعکس د روسیې په پلازمینه کی بیا د روبل ارزښت راکښته کیدل ددې سبب سول چی مسکو د اولسم ځای څخه ۶۷ ځای ته راکښته سي. ارزانه روبل خارجیانو ته په دغه ښار کی چي په اصل کی دومره ارزانه هم نه دی، ډیر امکانات برابره وي.
وروستی مقام
د میرسیر کمپنۍ مشاورتي اتحادیه د خپلي درجه بندۍ له پاره هر کال په څه د پاسه ۲۰۰ ښارونو کي تر ټولو دمخه د کورونو، خوراکی موادو، تفریحي ځایونو او ترانسپورتي بيو له نظره تیروي. سږکال یې ۲۰۹ ښارونه وڅیړل. د نامیبیا مرکز ویندهوک بیا هم آخر مقام تر لاسه کړ. د دغه ښار قیمتونه د خارجیانو له پاره مناسب دي.
د آلمان ښارونه متوسط ځای لري
په مقایسوي ډول آلماني ښارونه نه ارزانه دي او نه هم ډیر گران. مونشن ۷۷م ځای، فرانکفورت ۸۸م او برلین۱۰۰م ځای لري. هامبورگ ۱۱ځايه رامخته سو او ۱۳۳ مقام لري. د هغه مهم دلیل د کورونو بیې دي. د میرسیر د مشاورتي ادارې کارکونکې جولیانه گیونتر په نظر په لویو ښارونو کي د کورنو تقاضا د هغوی د بیو د لوړوالي سبب گرځي.