د نړۍ لنډ او مهم خبرونه له متن او انځور سره
په پاکستان کې چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د یو لړ چاودنو او بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۶۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. دغه بریدونه او چاودنې د دې هیواد په دریو ښارونو او د روژې د میاشتې په وروستۍ جمعه ترسره شوي دي. د دې هیواد چارواکو له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د وروستیو چاودنو او بریدونو تلفات اوسمهال ۶۱ کسانو ته لوړ شوی دی.
په مکه کې ترهګریز برید شنډ شوی
د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند په دې هکله وویل چې کعبې ته څیرمه په یوه کور کې یوه ځانمرګي بریدګر خپل ځان ته هغه وخت چاودنه ورکړه چې د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوی وو. د چارواکو د څرګندونو په اساس د دې هیواد د جدې په ښار کې د ترهګرو یوه بله ډله هم موندل شوې او په دې پیښه کې امنیتي ځواکونو د یوې میرمنې په ګډون څلور نارینه کسان نیولي دي.
په لندن کې پنځه نورې ودانۍ د اور د خطر له امله تخلیه شوي
د لندن د ګرنفل په ودانۍ کې د اور لګیدنې تر پیښې وروسته، د بریتانیا په پلازمینه کې د دې ودانۍ کابو ۸۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. په دې ښار کې اړوندو چارواکو ویلي دي چې د اور لګیدو د خطر له امله په دې سیمه کې پنځه نورې هسکې ودانۍ هم تخلیه شوي دي. د لندن ښار د ګرنفل په نامه د ۲۴ پوړیزه ودانۍ کې د اور لګیدو له امله لږ تر لږه ۷۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په چین کې د ځمکې ښوویدنې له امله ۱۴۰ کسان ورک دي
د چین دولتي خبري آژانس شینهوا رپوټ ورکړی چې د دې هیواد په جنوبي ایالت سچوان د شینو په سیمه کې د ځمکې ښویدنې له امله ګڼ شمیر کسان تر خاورو لاندې شوي دي. د ځمکې ښوویدنې دغه پیښه د شدیدو بارانونو له امله رامنځته شوې ده. د دې هیواد د ژغورنې ډلې د ورکو کسانو په موندلو بوختې دي. په چین کې د څو اونیو راهیسې موسمي بارانونه وریږي چې هر کال د ځمکې ښویدنې او د سیلابونو پیښې رامنځته کوي.
په یوګانډا کې د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو مرستې
د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش په یوګانډا کې د مهاجرینو له پاره د نړیوالې ټولنې پر مرستو غږ کړی. یوګانډا د سوډان له جنوب څخه تښتیدلو کابو یو میلیون مهاجرو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی. په دې کنفرانس کې مرستندویه هیوادونو یوازې د ۳۵۸ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه خو ملګرو ملتونو هیله ښودلې وه چې په کنفرانس کې به د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرستې را ټولې شي.