د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
رسنۍ: مېرکل بيا د خپل ګوند مشرۍ او صدراعظمۍ ته ودريږي
د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل غواړي چې د خپل ګوند، سي دي يو د مشرۍ او د صدارت د دندې له پاره ځان بيا کانديد کړي. دا خبره ۶۲ کلنې آلمانۍ سياستوالې مېرکل د «سي دي يو» ګوند په مرکزي دفتر کې کړې ده چې خبري اژانسونه يې د ګوند له خوا خبر شوي دي. په تېرو څو ورځو کې د اتحاد د ګوندونو ډېرو سياستوالو داسې انګېرلي ول چې هغه به د دواړو دندو له پاره بيا کانديديږي.
په هند کې اورګاډی چپه شوی، لږ تر لږه ۹۶ تنه مړه دي
په هند کې د اورګاډي د يوه سخت ناورين له کبله لږ تر لږه ۹۶ انسانان وژل شوي دي. څه باندې ۲۰۰ کسان ټپيان شوي هم دي چې د ۷۵ تنو روغتيايي حالت خورا نازک دی. دغه خبره د اوتار پرادېش د آيالت پوليسو تائيد کړې ده. د هغوی د څرګندونو له مخې دغه ټرين د سهار په درېو بجو د پوکرايان کلي ته څېرمه چپه شوی دی چې په پايله کې يې له ۲۳ ډبو څخه ۱۴ له پټليو څخه اوښتي دي. درې ډبې په بشپړه توګه ويجاړې شوې دي.
چين د اپېک په سرمشريزه کې د آزادې سوداګرۍ ننګه وکړه
د امریکا د متحده آيالاتو د راتلونکي ولسمشر په توګه د ټرمپ انتخاب په پېرو کې د آسيا پاسيفيک د اقتصادي ټولنې، اپېک، پر سرمشريزې باندې سيوری غوړولی دی. د ټرمپ په واسطه د امريکا له خوا د آزادې سوداګرۍ رد ډېر غړي هېوادونه اندېښمن کړي دي. د چين ولسمشر، شي د پروتېکسيونيزم سره مخالفت وښود او د چين د اقتصاد د لا پرانيستلو ژمنه يې وکړه. شي وويل چې هېواد به يې په نړيوالتوب يا ګلوبلايزيشن کې ونډه واخلي.
د حلب په ختيځ کې طبي زېربنا ويجاړه شوه
د تېرو ورځو له هوايي بريدونو وروسته اوس د سوريې په شمالي حلب ښار کې ښايي د ټولو لويو کلينيکونو روغتيايي زېربنا ړنګه شوې وي. تر ټولو آخر د سوريې د ډاکترانو د يوې ټولنې په قول د کلابند شوي دغه ښار په ختيځ کې يو روغتون کابو په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی. سره صليب د برق او د اوبو د سيستم د غير فعاليدو څخه خبرداری ورکړی دی. د امريکا متحده آيالاتو پر دغه ستر ښار باندې پر له پسې بريدونه غندلي دي.
د اداري فساد د افتضاه له کبله د ج کوريا پر ولسمشرۍ فشار ډېر شوی
جنوبي کوريا ولسمشره، پارک ګېون هيې، د دغه هېواد د لويې څارنوالۍ په اند د يوې اوږدمهالې همکارې د اداري فساد په افتضاه کې د ښکېلتيا پړه پر غاړه لري. پلټونکي پر پارک بادې تور لګوي چې ښايي د خپلې ملګرې، چوي سون سيل، سره يو ځای دې په دغه بډو کې ښکېله اوسېدلې وي. پر چوي باندې حقوقي پلټنې پيل شوې وې ځکه چې له ولسمشرې پارک سره د اړيکو له کبله يې د خصوصي بنسټونو له پاره بسپنې ټولې کړې دي.
د فرانسې محافظه کاران ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند نوموي
په فرانسه کې محافظه کاران د يکشنبې په ورځ د ولسمشريزو انتخاباتو له پاره خپل کانديد نوموي. د مخکښانو په توګه پخواني صدراعظمان، الن ژوپې، او فرانسوا فيلون او همداراز پخوانی ولسمشر، نيکولا سارکوزي، ټاکنو ته ولاړ دي. دا لومړی ځل دی چې مخافظه پال خوځښت خپل نوماند د مقدماتي او پرانيستو ټاکنو له لارې نوموي چې ټول غړي پکې خپله رايه ورکولای شي.
په هايتي کې نوی ولسمشر انتخابيږي
په هايتي کې نن د يو کال ځنډ سره نوی ولسمشر انتخابيږي. په مخکښانو کې د پخواني صدراعظم، مارتېلي، له خوا حمايه کېدونکی کانديد، ژوېنول مويسه، او د اپوزيسيون سياستوال، جود سيلېستين، شمېرل کيږي. ټول ټال ۲۷ کانديدان انتخباتو ته ودريږي چې دويم پړاو يې د جنورۍ مياشتې په پای کې تر سره کيږي. په اکتوبر مياشت کې مويسه په لومړي پړاو کې تر ټولو زياتې اخيستې وې، سيلېستين دويم ځای نيولی وو.