د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د روسيې استخباراتو په داغستان کې د داعش «امير» وژلی دی
د روسيې استخباراتو د خپلو څرګندونو له مخې د شمالي قفقاز په يوه چاپه کې د داعش ترهګرې ډلې يو جګپوړی غړی وژلی دی. د روسيې داخلي استخباراتو «اف اس بي» ويلي دي چې وژل شوی کس، ۳۵ کلن روستم اصلدروف، نوميده. سربېره پر هغهْ څلور نور مرستندويان ورسره هم وژل شوي دي. په دغه چاپه کې اتوماتيکې وسلې، مرمۍ او چاودېدونکي مواد هم نيول شوي دي. اصلدروف د شيخ ابو محمد القادري په جنګي نوم هم مشهور و.
ازبکستان د کريموف ځای ناستی انتخابوي
په ازبکستان کې نن د ولسمشرۍ انتخابات تر سره کيږي. په کابو ۲۱ ميليونو انسانانو باندې غږ شوی دی چې په سپتمبر مياشت کې د مړه شوي اوږدمهال واکمن، اسلام کريموف، ځای ناستی وټاکي. تر ټولو مخکښه نوماند پخوانی حکومتي مشر، شوکت ميرزايوف بلل کیږي. نوموړی ۵۹ کلن کانديد غواړي چې د کريموف په څېر په مطلق العنان ډول مشري وکړي. لومړني نتايج به ښايي د دوشبنې په ورځ خپاره شي.
په ايټاليا کې رفرنډم جريان لري
په ايټاليا کې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو په سر هغه رفرنډم جريان لري، چې د صدراعظم، ماتېو رېنڅي په مشرۍ د حکومت برخه ليک هم ورپوری تړلی دی. د رينڅي له خوا وړاندې شوي اصلاحات د نورو تر څنګ د سنا يا مشرانو د جرګې د صلاحيتونو کمېدل غواړي. له دې لارې رېنڅي د قوانينو د ردېدو او د سياسي بې ثباتۍ د رامنځ ته کېدلو مخه نيول غواړي. که ايټالويان دغو اصلاحاتو ته منفي رايه ورکړي، به رېنڅي ښايي استعفا ورکړي.
په اتريش کې بيا ځلې ولسمشريزې ټاکنې کيږي
په اتريش کې نن په شپږ ميليونو انسانانو باندې غږ شوی دی چې خپل راتلونکی جمهور رئيس دې وټاکي. د زرغون ګوند پخوانی مشر، الکساندر فان دېر بېلن او د ښي اړخي «اف پي او» ګوند کانديد، نوربرت هوفر دغې سيالۍ ته ولاړ دي. د تازه نظرپوښتنو له مخې د ډېرې جوختې سيالۍ اټکل کيږي.
د امريکا په پېنسيلوينيا کې بيا شمېرنه نه کيږي
د ټاکل شوي امريکايي ولسمشر، دونالد ټرمپ، د مخالفينو هغه هيلې چې د رياست جمهورۍ د انتخاباتو نتايج به بيا وشمېرل شي، اوس له ماتې سره مخامخ شوې دي. د زرغون ګوند کانديدې، جيل ستاين، په پېنسيلوينيا آيالت کې د رايو د بيا شمېرنې عريضه بېرته اخيستې ده. علت يې هغې ډېر لګښتونه په ګوته کړي دي.
په کاليفورنيا کې اورلګېدنې ډېر خلک وژلي دي
د کاليفورنيا په اوکلنډ کې د تېکنو موسيقۍ يوه مېله په ناورين بدله شوې ده. په يوه دوه پوړيزه ودانۍ کې د اورلګېدنې له کبله ښايي د چارواکو په خبره تر څلويښتو پورې انسانان وژل شوي وي. تر اوسه پورې نهه مړي را ايستل شوي، چې ډېر شمېر کسان لا بې درکه دي. د اور د وژلو کار څو ساعته وخت ونيو. د اورلګېدنې علت لا روښانه نه دی. په دغه ودانۍ کې ښايي په غيرقانوني توګه مېله جوړه شوې وي.
د کيوبا ولسمشر غواړي چې د خپل ورور لاره ونيسي
د کيوبا ولسمشر، راول کاسترو له خپل ولس سره ژمنه وکړه چې د مړه شوي انقلابي مشر، فيدل کاسترو، لاره به دی همدغسې پسې تعقيبه کړي. کاسترو د سانتياګو دې کوبا په ښار کې د خپل ورور د مرګ د وير په مراسمو کې د انقلاب په ميدان کې وويل: «موږ قسم خورو چې له خپل پلرني وطن او له سوسياليزم څخه به دفاع کوو.» فيدل کاسترو يوه اوونۍ مخکې د ۹۰ کلونو په عمر په هاوانا کې مړ شوی وو.
د فتح ګوندي کنګرې د عباس مشرتوب تائيد کړی دی
د فلسطينيانو ولسمشر، محمود عباس، د فتح ګوند په انتخاباتو کې خپل قدرت ته ثبات وربخښلی دی. د ځواکمنې مرکزي کميټې د ۱۸ غړو څخه دوه په درې انتخابي کسان د رسنيو په حواله په خپلو دندو کې تائيد شوي دي. تر ټولو زياتې رايې د اسرائيل له خوا په پنځه ځله عمري بند محکوم شوي سياستوال، مروان البرغوتي، واخيستلې. عباس د پنځه ورځنۍ ګوندي کنګرې په سر کې لا په خپله وظيفه کې تائيد شوی وو.