د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
آلمانۍ رسنۍ: کليسا کې د پناه تقريبا ټول موارد رديږي
د آلمان د کډوالۍ او مهاجرو ادارې سږ کال په کليسا کې د پناه اخيستنې تقريبا ټول موارد رد کړي دي. د فونکه رسنيز ګروپ د راپور په حواله دغې ادارې د اپريل مياشتې تر پای پورې يوازې په دوو مواردو کې کليسا کې د کډوالو پناه ومنله او اجازه يې ورکړه چې په آلمان کې رسمي د پناه غوښتنه هم وړاندې کړي. خو له بلې خوا يې بيا ۱۴۵ د رد جوابونه جاري کړي دي.
خارجه وزير ماس عراق ته په ايران کې د کړکېچ له پايلو خبرداری ورکړ
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس، له عراق څخه په روانو سياسي کړکېچونو کې د سړې سينې ساتلو غوښتنه کړې ده. نژدې ختيځ ته د خپل څلور ورځني سفر په دويم تمځای بغداد کې ماس ټينګار وکړ چې د خليج سيمې ثبات له پاره اړين ديالوګ او خبرې اترې بايد دوام پيدا کړي، آن له ايران سره. د دوشنبې په ورځ به د آلمان دغه مهم ديپلومات د ايران د بهرنيو چارو په وزارت کې له خپل سيال جواد ظريف سره د خبرو له پاره هم وويني.
طالبانو په غور کې ۱۴ پاڅون کوونکي وژلي
چارواکو د شنبې په ورځ ويلي چې د افغانستان په غور ولايت کې وسله والو طالبانو لږ تر لږه ۱۴ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي. زياته شوې چې يو شمير کسان ټپيان شوي هم دي. د غور د ولايتي شورا غړيو فضل الحق احسان او عبدالبصير قادري ويلي چې په دولتيار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د سيمې د اوسيدونکو ترمنځ نښتو کې نور درې کسان ټپيان شوي هم دي.
د جي ۲۰ د ماليې وزيران له انترنېټي شرکتونو ماليه غواړي
د جي ۲۰ هېوادونو د ماليې وزيرانو يو ځل بيا له انترنېټي شرکتونو څخه د ماليې د اخيستلو غوښتنه کړې ده. د فرانسې د ماليې وزير، برونو لې مېر، د جاپان په فوکووکا ښار کې د وزيرانو تر ليدنې لږ مخکې وويل چې «موږ بايد بيړه وکړو.» د هغه بريتانوي سيال، فيليپ هاموند، اخطار ورکړ چې له ګوګل، فيسبوک، اپل او له نورو داسې شرکتونو څخه د کمې ماليې اخيستل، د ډېرو خلکو له خوا بې عدالتي بلل کيږي.
وينزويلا له کولمبيا سره سرحد قسما بېرته پرانيستی
له څلورو مياشتو وروسته وينزويلا له ګاونډي هېواد کولمبيا سره خپل سرحد قسما بېرته پرانيستی دی. دغه خبره نيکولاس مادورو د تويتر د لارې وکړه. اوس د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري او تګ راتګ بېرته ممکن شوي دي. په فبرورۍ مياشت کې ناندرئيز ولسمشر مادورو د مرستندويو موادو ورلېږلو له اعلان سره سم سرحدونه تړلي ول. دا په داسې حال کې ده چې وينزويلا له يو سخت سياسي او اقتصادي بحران سره مخامخ ده.