د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په هانګ کانګ کې د تسليمۍ د قانون پر ضد مظاهرې وشوې
د چين په ځانګړې اداري ساحه هانګ کانګ کې په لسګونو زرو خلکو د هغه قانون پر ضد مظاهره وکړه چې د چين ولسي جمهوريت ته د تورنو کسانو د تسليمولو کار آسانوي. انتقاد کوونکي وېره لري چې د چين قضايي ارګانونه به وکولای شي له دې لارې له هانګ کانګ څخه د تورنو کسانو ورتسليمېدل وغواړي بې له دې چې د دغو کسانو حقونه په کافي توګه خوندي شي. اصلي نيوکه دا ده چې د چين قضايي سيستم بې طرفه نه دی.
د جي ۲۰ ټولنې د ماليو پر نويو مقرراتو توافق وکړ
د نړۍ شلو سترو صنعتي او د صنعتي کېدو په درشل کې ولاړو هېوادونو له لويو شرکتونو څخه د زياتې ماليې پر اخيستلو توافق کړی دی. ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې به يوه نړيواله حد اقل ماليه تعيين شوې وي. دغه ماليه بايد په دې پورې تعلق ونه لري چې د شرکت اصلي مقر چېرته پروت دی، بلکې په هغه ځای کې بايد واخيستل شي چېرته چې د شرکت مشتريان اوسيږي.
د سودان اپوزيسيون په اعتصاب لاس پورې کړ
له حاکمې پوځي شورا سره په لانجه کې د سودان د اپوزيسيون ډلو په ټول هېواد کې په اعتصاب لاس پورې کړی دی. د «اس پي ای» د صنفي اتحاديو ټولنې وويل چې «د ملکي نافرمانۍ دغه حرکت» به هغه وخت پای ته ورسيږي چې يو ملکي حکومت ګومارل شوی وي. د سودان په پلازمېنه خرطوم کې وضع ډېره ترينګلې ده. مظاهره چيانو نورې موانع هم درولې دي، په داسې حال کې چې پوليسو له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار اخيستی دی.
په زرونو وينزويلايان له کولمبيا سره له سرحده تېر شول
وروسته له هغه چې له کولمبيا سره سرحد په قسمي توګه پرانيستل شو، په زرونو وينزويلايان، له ګاونډي هېواد سره پرتې له دغې ګډې پولې تېر شوي دي. د فرانسې د خبري اژانس په حواله پر هغو پلوُنو اوږده کتارونه رامنځ ته شوي دي چې دغه دواړه هېوادونو سره تړي. د وينزويلا ډېر اوسېدونکي هيله لري چې په کولمبيا کې به خوراکي مواد او دارو درمل تر لاسه کړي.
په قراقستان کې ولسمشريز انتخابات دوام لري
د قزاقستان په ولسمشريزو ټاکنو کې احتجاجونه شوي دي. د «تېنګري نيوز» په نوم د قزاقي خبري آژانس په حواله د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت له سلو نيول شويو کسانو څخه خبرې کوي. په خبره يې په سلګونو کسان په پلازمېنه نورسلطان چې پخوا استانا بلل کېده، او په آلماتا کې يې نه منظور شويو لاريونونو کې د گډون له پاره راټول شوي ول. په تيوتر کې خپرې شوې ويډيوګانې ښيي چې پوليس څنګه د مظاهره کوونکو پر ضد اقدام کوي.
په مولداويا کې بيا ټاکنې کيږي
د مولداويا په جمهوريت کې د قدرت په سر مبارزه کې موقت ولسمشر، پاوېل فيليپ، پارلمان منحل کړی او نويو ټاکنو اعلان يې کړی دی. له دې مخکې سترې محکمې د روسيې پلوي ولسمشر، ايګور دودون، دنده ځنډولې وه، ځکه چې انکار يې کړی وو چې د نوي حکومت له جوړېدو ملاتړ وکړي.