د نړۍ هر شپږم ماشوم په جګړه کې ژوند کوي
یوه تازه څیړنه ښيي چې په ټوله نړۍ کې له هرو شپږو ماشومانو څخه یو تن په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي. د هغو ماشومانو شمیر چې په نړۍ کې د جګړو په ترڅ کې وژل شوي یا ورته زیان اوښتی په تیرو ۸ کلونو ۳۰۰ سلنه زیات شوی.
درې خطرناک هیوادونه
سوریه، افغانستان او سومالیا په تیرو درو کلونو کې د نړۍ په کچه د ماشومانو له پاره تر ټولو خطرناک هیوادونه یاد شوي دي. سیف دي چلډرن چې یو نړیوال خیریه بنسټ دی د نوې څیړنې له مخې د نړۍ یو پر شپږمه برخه ماشومان په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي. انځور: ترهګرې ډلې له هغې جملې څخه په سومالیا کې الشباب له ماشومانو څخه په جګړو کې کار اخلي.
د ښو ورځو په هیله
په سوریه کې له ۲۰۱۱م کال راهیسې د جګړو اور تود دی، هغه اور چې بې شمیره ځوانان او ماشومان پکښې وسوځیدل. ډیری ماشومان د سوریې په دننه کې له خپلو ټاټوبو بې ځایه شول او ډیر شمیر یې له خپلو کورونو سره دې ته اړ شول چې ځان د ژغورولو له پاره نورو هیوادونو ته کډه شي.
د جګړې پاتې شونې
په سوریه کې د رقه ښار د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشتې کې د داعش له منګولو آزاد شو. درې کاله دغې تندلارې ډلې پر نوموړي ښار کنترول درلود. دغه ښار په تیرو میاشتو کې د زړو او ځوانانو د بیرته ورګرځیدو شاهد وو. د رقه ښار کې د ویجاړیو پرته بل څه نه دي پاتې. د چاودیدونکو توکو پاتې شوني د ماشومانو له پاره خطرناک ګڼل کیږي.
ماشوم عسکر
په ډیر شمیر جګړو ځپلو هیوادونو کې له ماشومانو څخه د پوځي قوت په توګه کار اخیستل کیږي. دغه پدیده د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې لیدل کیدی شي، له افریقایي هیوادونو څخه نیولی تر منځني ختیځ پورې. دغه انځور چې د ماشوم په لاس کې وسله ده په یمن کې د حوثي شیعه ملیشو دی.
د قربانیانو په شمیر کې ۳۰۰ سلنه زیاتوالی
د سیف دي چلډرن د څیړنیز رپوټ له مخې، هغه ماشومان چې د جګړو په ترڅ کې وژل شوي او یا ورته زیان اوښتی له ۲۰۱۰م کال راهیسې درې وارې زیات شوی دی. دغه انځور په یمن کې د یوه کوچني ماشوم دی چې په صنعا کې یې د هوایي بریدونو پر مهال یوه پښه له لاسه ورکړې ده.
بشري مرستو ته نه لاس رسی
بشري مرستو او دارو درملو ته نه لاس رسی هغه نورې ستونزي دي چې یمن ورسره لاس او ګریوان دی. د سیف دي چلډرن د معلوماتو له مخې له هغه ماشومان چې بشري مرستو ته د لاس رسي څخه محروم دي، شمیر یې له ۲۰۱۰م کال راهیسې ۱۵ وارې زیات شوی دی.
د زده کړو تږي
په منځني ختیځ کې په میلیونونو ماشومانو له ډیرې مودې راهیسې د ټولګي آرامتیا نه ده لیدلې. په ځانګړې توګه په سوریه کې وضعیت ډیر خراب دی او ډیری شمیر ښوونځي پر ویجاړیو اوښتي دي. په سوریه کې په ډیر شمیر سیمو کې له نامناسبو ځایونو څخه د ټولګي په توګه استفاده کیږي، چې آن له اړینو امکاناتو څخه هم برخمن نه دي.
د زده کړو له حق څخه محرومتیا
یونیسیف د ۲۰۱۸م کال په فبرورۍ میاشتې کې یو رپوټ نشر کړ چې له مخې د ټولې نړۍ په کچه ۲۵۶ میلیونه ماشومان د زده کړو له حق څخه محروم دي. جګړه، تاوتریخوالی او بې وزلي له زده کړو څخه د ماشومانو د محرومیدو ستر لاملونه ګڼل کیږي. د هلکانو په پرتله پر نجونو باندې فشار زیات دی.
پر ښوونځیو د بریدونو ستونزه
ښوونځي د هغو ودانیو له جملې څخه دي چې د جګړې او همداشان د ترهګري بریدونو په ترڅ کې هدف ګرځي. د یونیسیف د رپوټ له مخې یوازې د بیلګې په توګه د کانګو جمهوریت په کاسايي سیمه کې ۴۰۰ ښوونځي د بریدونو هدف ګرځیدلي دي. په نیجر کې د هغو ښوونځیو چې زیان ورته اوښتی دی شمیر یې شا او خوا ۱۴۰۰ ته رسیږي.
د تاوتریخوالي قرباني
د سیف دي چلډرن د څیړنیز رپوټ په حواله په تیرو لسو کلونو کې شا او خوا ۵۰ زره ماشومان د عسکر ماشوم په توګه ګمارل شوي دي او یا هم ترې د ځانمرګي بریدونو په ترڅ کې کار اخیستل شوی دی. خو په ټوله نړۍ کې د ماشوم عسکر واقعي شمیر له دې څخه ډیر اټکلیږي. دغه انځور په کانګو د یوه لس کلن ماشوم دی چې «د کانګو د وطنپالو اتحاد» نومې ډلې په خدمت کې دی.
بشري مرستو ته نه لاس رسي په جنګي سیمو کې د ماشومانو او ځوانانو له لویو ستونزو شمیرل کیږي. د سیف دي چلډرن یا د ماشومانو د ساتنی سازماند څیړنو له مخې، هغه ماشومان چې بشري مرستو ته د لاس رسي څخه محروم دي له ۲۰۱۰م کال راهیسې تر اوسه ۱۵ وارې زیات شوي دي.
په تیر نزدې وخت کې یونیسیف هم په یوه تازه رپوټ کې وویل چې په ټوله نړۍ کې ۲۶۵ میلیونه ماشومان د زده کړو له حقه محرومه دي. جګړې او تاوتریخوالی له یوه اړخه او له بل اړخه بې وزلي او وروسته پاتې والی د ماشومانو له زده کړو څخه د محرومیدو ستر عوامل ګڼل کیږي.