»د هرات د حوزوي روغتون ۶۰ فیصده پرسونل په کرونا اخته سوی«
د هرات د روغتیا ریاست د ارقامو پراساس په دغه ولایت کي هره ورځ په متوسط ډول ۲۰۰ تنه په کرونا اخته کیږي. دهرات د حوزوي روغتون سرطبیب ویلي،چي ددغه روغتون ۶۰ فیصده کارکونکي هم په کرونا اخته سوي دي.
په هرات کي په کرونا ډیر کسان اخته سوي
تر اوسه پوري په ټوله افغانستان کي ۱۸ زره او ۴۵ کسان په کرونا اخته سوي دي. تر کابل وروسته په هرات کي تر ټولو ډیر کسان په کرونا اخته دي. صحي پرسونل د کرونا سره د مبارزې به لمړي صف کي قرار لري.
د صحي پرسونل بې وقفې کار
د هرات د روغتیا په ریاست کي ثبت سوو ارقامو پراساس هره ورځ په دغه ولایت کي تر ۲۰۰ تنه ډیر په کرونا اخته کیږي او صحي پرسونل باید بیله وقفې څخه کار وکړي. تیره میاشت لا هلته تر ۵۰ تنو لږ په کرونا اخته کیدله.
په کرونا باندي د صحي پرسونل اخته کیدل
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد عارف جلالي وايي، چي ددغه روغتون د ۱۰۰۰ کارکونکو د جملې څخه ۶۰ فیصده په کرونا باندي اخته سوي دي. خو بیا هم هغوی په ډیري لوړي روحیې سره د خپلو مریضانو په خدمت کي دي.
دهرات حوزوي روغتون ته هره ورځ ډیر مریضان مراجعه کوي
دغه روغتون ته هره ورځ په لسهاوو کسان د کرونا ویروس د ټست کولو پخاطر مراجعه کوي او پر پرسونل باندي یې فشار ډیر دی.
د کرونا د معالجې لږ مرکزونه
په اوس وخت کي په هرات کي فقط درې صحي مرکزونه ۲۴ ساعته د کرونا ویروس د مریضانو د معالجې پخاطر فعالیت کوي.
۳۰ فیصده ټستونه مثبت دي؟
افغان مسؤلو چارواکو ویلي ، چي په کرونا اخته مشکوکو کسانو تر لس فیصده لږ نمونې، چي اخیستل کیږي، ټست کیږي او حداقل ۳۰ فیصده یې مثبتي وي. بین المللي سره صلیب پرون پنجشنبه)د جون میاشتي ۴ مه( خبرداری ورکړ، چي افغانستان د یوه صحي بحران په درشل کي قرار لري.
په کرونا مبتلا اکثرأ ډیر نارینه اخته سوي
د افغانستان د صحت عامې د وزارت د ارقامو پر اساس تر اوسه پوري په هرات کي ۳۰۰۰ تنه په کرونا اخته سوي دي، چي ډیرئ یې نارینه وه. تر اوسه پوري هلته ۵۷ تنه دکرونا ویروس څخه مړه سوي دي.
د صحي توصیو پر رعایت کولو باندي ټینګار
صحي مسؤلینو همیشه دخلګو څخه غوښتي دي، چي صحي توصیې او قواعد مراعت کړي. د صحت عامې د وزارت معاون وحید مجروح ویلي، چي که سړی د کرونا په ارتباط صحي توصیې، د هغې جملې څخه یو دبل سره فاصله مراعت نه کړي، نو به »کوڅې او سړکان د مړو څخه ډک سي«