د وزن کمولو له پاره ۷ اسانه لار ښوونې!
غواړئ چې خپل وزن کم کړئ خو نه هم د سپورت له پاره وخت لری او نه هم ښه پرهیز کولی شئ، نو په دې صورت کې دغه اوه لارښوونې څه نا څه مرسته کولی شي.
د ژاولي ژوول
ډیری خلک بسکټ یا نور مالګین او خواږه شیان له دې امله نه خوري چې دوی وږي وي بلکه له دې امله دا کار کوي چې دوی باید هر وخت څه نا څه وخوري. د ژاولې په ژوولو سره ستاسې د لږو او دوامدره خوراک مخه نیول کیدی شي. چې په اوږد مهاله کې ستاسې د وزن د کمښت سبب ګرځیدلی شي.
قهوه یا چای
د قهوې په څښلو سره ډوډۍ ژر هضمیږي او د قهوي له امله د انسان ډیره کالوري هم سوځي. که چیرته مو قهوه نه وي خوښه، نو بیا چای هم څه نا څه مرسته کوي.
له نا آرامۍ او ذهني فشار ځان وساتئ
څیړنو ښوولې چې ذهني فشار درلودونکي زیاتره میرمنې د وزن د ډیریدو ښکار کیږي. د یوې بلې څیړنې له مخې هغه میرمنې چې آرام او له فشاره پرته ژوند کوي، د نورو میرمنو په پرتله په ورځني ډول ۱۰۴ کالوري ډيرې سوځوي.
یوازې لس دقیقې
د سستیا له امله که د سپورت له پاره یو ساعت نه شئ ځانګړی کولی، نو لس دقیقې وخت خو به خامخا ورکولی شئ. که چیرته د لسو دقیقو له پاره لږ چټک قدم ووهل شي، نو د راتلونکي یو ساعت له پاره ستاسې د بدن کالوري سوځي.
ډیر فعالیت او ښوریدل
که په کار ځای کې یاست، نو ښه لار دا ده چې د چوکۍ پر ځای ستر توپونه پیدا کړل شي او د چوکۍ په څیر ترې استفاده وشي. په دې توګه تاسې متحرک حالت غوره کوئ چې همدغه څه د کالوري د سوځیدو سبب ګرځي. هڅه وشي چې ډیر کارونه په یو ځای ونشي، بلکه د وخت په صورت کې ډیر کارونه ډیر ځله وکړئ. ځکه په دې توګه د هر کار له پاره جدا انرژي مصروفي چې د وزن د کمښت سبب ګرځي.
پرهیز
هڅه وشي چې خپل خوراک د مهالویش په اساس ترتیب شي. ډیره اوړه لرونکي خوراکونه، وچه ډوډۍ، غوړي د انسان په بدن کې له اړتیا ډیر پروتین او وازدې پیدا کوي. تر خوراک مخکې د یو بوتل اوبو څښل ستاسې سره د کم خوراک خوړلو کې مرسته کوي. هڅه وشي چې سلاد، میوې او طبیعي خوراکونه ډیر وکارول شي.