د پاکستان او چين ملگرتیا
۱۳۹۲ خرداد ۲, پنجشنبهد پاکستان او چين د ملگرتیا له پاره دواړه هيوادونه د «تر غرونو هسکه، تر سمندرونو ژوره» اصطلاح کاروي. په ۲۰۱۱ کال کې دواړو هيوادونو د خپلو دیپلوماتيکو اړيکو ۶۰ مه کليزه ولمانځله. د دغې ملگرۍ اصلي بنسټ له هند سره د دواړو هيوادونو رقابت او دښمني ده. پاکستان ته د چين د لومړي وزير لي کي چيانگ، لومړی سفر په دغه هیواد کي تر پارلماني ټاکنو یوازې لږ وروسته ترسره کيږي. د لندن مېشتې کېتم هاوس څېړنيز انستيتيوت غړې روشين کابراجي، د چين او پاکستان د اړيکو په هکله وايي: «د دواړو هيوادونو د اړيکو مرکزي ټکې هغه گډې ستراتيژيکي لېوالتياوې دي چي چين یې تعینوي.»
ستراتيژيکه ملگرتیا
د چين او پاکستان تر منځ د اړيکو يو مهم عنصر د دواړو هيوادونو نزدې پوځي ملگرتیا ده. چین پاکستان ته تر بل هر هیواد ډیرې وسلې ورکوي. له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې چین د خپلو وسلو د صادراتو ۵۵ سلنه پاکستان ته کړي دي. د پاکستان د اتومي بنسټيزو جوړښتونو په رامنځ ته کولو کي هم چين په لويه کچه مرسته کړې ده.
له پاکستان سره ستراتيژيکه ملگرتیا د چين له پاره د جيوستراتيژيکو لاملونو له کبله ډیر اهميت لري. د دغې ملگرتیا له لارې په سويلي آسيا کي د هندوستان د لا ډیر نفوذ مخه نیول کیږي. له بل اړخه پاکستان تر اوسه پورې په لويه کچه له چين څخه پوځي او تخنيکي تجهيزات تر لاسه کړي دي. که څه پاکستان د متحده ايالاتو ملياردونو ډالرو مرستو ته اړ دی خو اسلام آباد چين ته د بهتره او زیات اعتماد وړ شريک په توگه گوري. که له یوې خوا په پاکستان کې د بن لادن وژنې او د دغه هیواد په خاوره کي د امريکايي بې پیلوټه الوتکو بريدونه د اسلام آباد او واشنگټن تر منځ اړيکې حساسې کړې دي، خو له بلې خوا بیا پاکستان او چین د بل هر وخت په پرتله له یو بل سره لا ډیر نزدې شوې دي.
د گوادر پروژې ناڅرگنده راتلونکې
په تيرو کلنو کي د پاکستان او چين تر منځ په اقتصادي اړیکو کي زياتوالی راغلی دی. چين د پاکستان تر ټولو مهم تجارتي شريک دی. په عيني حال کي چين د پاکستان د بنسټيزه جوړښتونو په سترو پروژه کي پانگونه کوي. په دغو پروژو کي د گوادر د بندر پروژه هم شامله ده چي د پاکستان په بلوچستان ايالت کي موقعیت لري. د پاکستان حکومت د روان مېلادي کال په فبروري مياشت کي د دغه بندر اوپراتيفي کنترول یوه چينایي شرکت ته وسپاره.
د گوادر بندر په خليج کي عمان ته ډېر نزدې پروت دی او په ستراتيژيکه توگه ډیر زيات ارزښت لري. چين پر دې ټينگار کوي چي دغه بندر به يوازې د تجارتي مالونو د لیږدولو په موخه وکاروي. خو هندوستان او متحده ايالات دا اندېښنه لري چي چين به دغه بندر د سمندري پوځ د قرارگاه په توگه وکاروي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه بندر د جوړېدو بهیر په بلوچستان کې د ناقراریو له کبله ځنډیدلی دی او په مشکل سره پر مخ ځي. د بلوچستان د ايالت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې د خپلواکي له پاره وسله واله مبارزه کوي. کارپوهان اټکل کوي چي دغه پروژه به په نزدې راتلونکې کي بشپړه نه سي.
چین د افغانستان او پاکستاني توندلاریتوب په اړه اندیښمن دی
له جرمن مارشال فند په نوم امريکايي انستيتيوت څخه اندريو سمال، دویچه ویله سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل چي د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي اړيکې له یوه خنډ سره مخامخې دي. هغه زياته کړه: «که څه هم د پاکستان او چين تر منځ اقتصادي شراکت زيات سوی دی، خو پايلي يې د هيلو څخه ډيرې کمې دي.»
سمال وايي چي په تيرو کلنو کي گڼ شمېر گډې پروژې له ستونزو سره مل او په ټيټه کچه پر مخ تللې دي. د نوموړي په وينا د دې يو لامل په پاکستان کي امنيتي ستونزې دي چي له کبله يې چينایي شرکتونه د خپلو همکارانو له پاره په پاکستان کي گواښ احساسوي. سمال له همدې کبله د پاکستان او چين د «پياوړي او دايمي» ملگرتیا محدوديتونو ته اشاره کوي.
چين په پاکستان کي د ترهگرۍ او توندلاريتوب ستونزو ډېر اندېښمن کړی دی. چين بېره لري چي د پاکستان د توندلارو له خوا په چين کي د اويغورو د توندلارو سره مرستي تر سره کېدلای سي. له بل اړخه چين د پاکستان د گاونډي هيواد افغانستان په هکله هم اندېښنې لري. په زياته بيا له دغه هيواد څخه د بهرنيو سرتیرو تر وتلو وروسته. چين غواړي چې په افغانستان کې ثبات راشي ځکه دغه هیواد په افغانستان کې د توندلارو له پياوړي کېدو څخه گواښ احساسوي. چين په افغانستان کي د سترو پانگه اچوونکو څخه يو هيواد دی.