د چين تر ټولو ښکلی پرېښودل سوی کلی
له څو لسیزو راهیسې د چین په ختیځ سمندر کې یو جزیره يي کلی تقریباً له انسانانو خالی سوی او په طبیعت باندي د اوښتو په حال کې دی.
هغه خالي کورونه چې په بشپړ توګه پوښل سوي دي
د «ښایستې ویدې ښاپیرۍ» د نکل په څیر، د چین د ختیځ سمندر د شنګشان په ټاپو کې د هوتووان کورونه د شنو بوټو په لایو پوښل سوي دي.
یو لیري پروت جزیره يي کلی
یو وخت د شانګهای د ښار په ۹۰ کیلومترۍ کی د شنګشان د ټاپو د ډبرین ساحل په یوه کوچني او لیري ښار کې څه د پاسه ۲۰۰۰ کسانو چې ډیری یې کب نیوونکي وه، ژوند کاوه.
د اوسيدونکو له خوا پرېښوول شوی کلی
کله چې د کب نیونی کار کافي عاید نه درلود نو ډیریو اوسیدونکو خپل کورونه پریښودل او په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې له دغه کلي کډه وکړه. د دغه کلي لیري والي، د دې ټاپو اوسیدونکو ته د اړتیاوو پوره کول ډیر سخت کړي ول.
طبیعت ته بیرته ور ګرځېدل
له هغه وخت راهیسي، طبیعت په تدریج سره ددغه کلي څیره بدله کړې او یا په بل عبارت هغه یې بیرته اخیستی دی او د هغه خالي او زاړه کورونه په آرامۍ سره له ځنګلي ساحې سره ترکیبوي.
د ګوتو په شمار اوسېدونکی
یوازي د ګوتو په شمار کلیوال پاته دي تر څو طبیعت کنترول کړي. ویل کیږي چی په ۲۰۱۸ م کال کی ۵ تنو په دغه کلي کې ژوند کاوه. او پرته له اوبو او بریښنا څخه یې کار کاوه.
په بوټو پوښل سوي کورونه
له کورونو تاو شويو ځانګړو نباتاتو چې پروتۍ او د انګورو څانګي دي، دا پرېښوول شوي کورونه یې په افسانوي ځايونو بدل کړي دي.
په انستاگرام کې د هغه شهرت
عکاسانو او سیلانیانو دغه ځای په انستاگرام کې په یوه په زړه پوري ځای تبدیل کړی دی. د نورو په اصطلاح ورک سوو ځایونو برعکس، سړی کولای سي په هوتووان کې په آزادانه ډول وګرځي. پخواني اوسیدونکي اوس خپل ډیرعاید دلته د یو ورځني سفرونو له کوربه توب څخه په لاس راوړي.
له سیلانیانو څخه هرکلی
د ټاپو چارواکو په اول سر کې غوښتنه کوله چې دغه ځای باید په خپل حالت پرېږدي خو اوس ډیری سیلانیان ورڅخه هرکلی کوي. اوس دلته سېل د ځایونو ترڅنګ د چين له بېلا بېلو سيمو څخه د راتلونکو له پاره هم کورونه جوړ شوي دي.
یو ځنگلي کلی
خو د ورځی په جریان کی د سېلانیانو راتګ نه سي کولای د طبيعت له خوا ددغه کلي په اصطلاح د بیرته اخیستو د هڅو مخنیوی وکړي. اوس ددغي سیمې ډیره برخه په بوټو پوښل سوې ده.